شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهملا متقي له اسلام اباده خپل سفیر د مشورو لپاره ور غوښتی

ملا متقي له اسلام اباده خپل سفیر د مشورو لپاره ور غوښتی

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر ملا امیر خان متقي په اسلام اباد کې د خپل رژیم سرپرست سفیر سردار احمد شکېب له یاد شوي هېواد سره د وروستیو اړیکو په تړاو د مشورو او خبرو لپاره ورغوښتی.

سرچینې په دې تړاو نور معلومات نه دي ورکړي او نه ده معلومه چې شکېب له څه ډول راپور سره کابل ته راغلی او کومو اوامرو سره به بېرته دندې ته ستنیږي.

د طالبانو په اعلامیه کې همدومره یادونه شوې، چې خپل سرپرست سفیر ته یې د ځینو موضوعاتو په اړه لارښوونې کړې دي.

سردار احمد شکېب کابل ته له ستنېدو مخکې، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف علي دراني سره په اسلام اباد کې لیدلي وو.

د هغوی د خبرو جزییات هم نه دي روښانه شوي.

دا لیدنې کتنې تر هغې وروسته دي، چې تېره دوشنبه د پاکستان جیټ الوتکو د پکتیکا او خوست ولایتونو ځینې سیمې بمبار او یو شمېر ښځې او ماشومان ووژل.

طالبانو د دغې بمبارۍ په غبرګون کې د پاکستاني ځواکون پر یوه مرکز د برید خبر ورکړ، چې ویل کیږي ځینو پاکستاني پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

2 COMMENTS

  1. کاشکې چې د مولوي عبدالسلام ضعيف پوښتنه هومره خو يې هم له پاکستانه کړی وای، خو متقي پرې پټه خوله دی.

  2. د موټکی لالا خزه او اولادونه ټول په کراچي کې ژوند کوي. د ای ایس ای دري مامورین یې د کور په شاه او خوا کې موظف دي. د ضعیف پوښتنه به په کومه خوله وکړئ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب