سه شنبه, اپریل 16, 2024
Home+نری رنځ او نوي درملو ته یې اړتیا

نری رنځ او نوي درملو ته یې اړتیا

د مارچ ۲۴ له نري رنځ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. په دې مناسبت د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په یوه راپور کې اعلان وکړ چې تېر کال شاوخوا ۷۳۰۰۰ افغانان په نري رنځ يا سل ناروغۍ اخته شوي دي خو په نړۍ کې هر کال کابو نهه ميليونه انسانان په توبرکلوز يا نري رنځ اخته کيږي.

د دې ناروغۍ د درملو په وړاندې د بلکتریا د مقاومت د زیاتېدو له کبله له کلونو راهیسې په دې فکر کېږي چې نوي درمل جوړ شي.

د توبرکلوز کوم نوی درمل ډېر وخت نه وو عرضه شوی. وړم کال يې یوې نوې دوا ته د عرضه کېدو اجازه ورکړل شوه. دا د تېرو شپږو کلونو په موده کې درېيمه دوا ده. د «بې سرحده ډاکترانو» له ټولنې څخه سيباستيان ديترش وايي: «د توبرکلوز درملنه سړی يوازې  په يوه دوا نه شي کولی، ځکه چې کله سړی د توبرکلوز علاج په يوه دوا کوي نو باکتریاوې یې په لږ وخت کې په مقابل کې مقاومت پيدا کوي.»

نوموړی زياتوي چې له همدې کبله سړی د کامياب علاج له پاره تل د نري رنځ د دواو ترکيب ته چې عمومي ډول درې تر پنځه ډوله درمل پکښې وي، اړتيا لري. دغه دواوې عملاً يو بل د باکتريا د مقاومت په مقابل کې ساتي.

ديترش وايي: «د مقاومتونو له کبله تل بايد ناروغ ته د توبرکلوز څو دواوې په يو وار ورکړل شي «خو که مريض يوازې يوه دوا هم وکاروي نو اثر کوی.»

هغه زياتوي: «ناروغ په لومړي سر کې ښه شي. خو بيا وروسته د توبرکلوز باکترياوې مقاومت پیدا کوي، تکثيريږي او د سږو دغه ناروغي بیرته راستنيږي.»

د مقاومتونو له وجې خطر

نری رنځ چې توبرکلوز او سل هم ورته ويل کيږي، يوه ميکروبي ناروغي ده چې د باکترياو د يوه ډول ميکوباکتريم توبرکلوز له لارې خپريږي.

دا مرض اوس هم د بې وزلانو مرض گڼل کيږي. ډېر مريضان یې په بې وزلو هيوادونو لکه په افريقا کې دي. هلته په ډېرو سيمو کې «ايچ آيي وي» هم يوه ستونزه ده.

سيباستيان ديترش په دې اړه وايي: «د ايچ آيي وي ميکروب له وجې د بدن مدافعتي سيسټم ډېر کمزوزی کيږي. له همدې کبله د توبرکلوز ډېرې پېښې ليدل کيږي.»

آسان تشخيص

ديترش وايي چې د نري رنځ پيژندل او تشخيص سخت کار نه دی. هغه زياتوي: «د دې له پاره سړی يوازې يوه ميکروسکوپ ته اړتيا لري.»

خو د نوموړي په خبره البته نورې ستونزې شته دي. کله چې سړی تر میکروسکوپ لاندې باکترياوې ويني خو روښانه نه وي چې دوا به پرې اغيز وکړي او که نه.

د هغه په خبره یې مخکې تشخيص ډېر آسان وو خو اوس ډاکتران بايد د څوو باکترياو يوه گډيله وکرهي. کله چې باکترياوې ورسيږي نو هره دوا پرې بايد بېله بېله وآزمويله شي څو وليدل شي چې باکترياوې د کومو درملو په مقابل کې غبرگون ښيي. ديترش په انديښنې سره وايي: «دا پروسه درې مياشتې وخت نيسي.« هغه زياتوي چې نوي درمل ته اجازه ورکړل شوې خو تر اوسه بازار ته نه دي راوتلي. ديترش وايي چې ډېر ژر به دغه دوا بازار ته هم عرضه شي.

 نړيوال وضيعت

د تی بي سي کابو ۸۵ فيصده نوي ناروغان په افريقا، جنوب ختیځه آسيا او په لويدیځ پاسيفک سيمه کې دي. خو په ختيځه اروپا کې هم د دې مريضانو شمير لوړ دی.

په جرمني کې هم توبرکلوز مرض په مخ پر ډېريدونکي توگه لیدل کيږي. په لويانو کې دا ناروغي د اتيا کلونو په عمر کې ډېره ده. دوی ښايي په آلمان کې تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته په دې ناروغتيا ککړ شوي وي.

خو ځوانان هم په دې مرض اخته کيږي. په برلين کې د روبرت کوخ انیستيتويت څخه سوسانه کلاسماخر وايي چې «دويمه ډله چې په دې مرض اخته کيږي، د ۲۰ او ۲۴ کالونو ترمنځ عمر لري.« دوی که څه هم چې په آلمان کې زيږيدلي خو په خپلو اصلي هېوادونو کې خپلوان لري او هلته د سفر پر وخت د دې مرض پر باکترياوې ککړيږي.

د روغتيا نړيوال سازمان هدف دا دی چې هر کال کابو د توبرکلوز په پېښو کې لس سلنه کموالی رامنځته شي. خو د کلاسماخر په خبره تر اوسه دغه کار نه دی شوی. آن په آلمان کې دغه ډول شاتگ ډېر ستونزمن دی.

د هغې په خبره د روغتيايي ادارو له پاره دا ډېره مشکله ده چې د ککړو کسانو ټول خپل خپلوان تعقيب کړي. په آلمان کې دمگړۍ کابو۵۰۰۰ کسان په دې مرض اخته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب