سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+اوبه زموږ عزت دی| جنرال دولت وزیري

اوبه زموږ عزت دی| جنرال دولت وزیري

پېړۍ- پېړۍ مخکې یو ننګیالی او زړور هېوادوال د دې هیله درلودله چې د هلمند اوبو د ذخیره کولو په واسطه د وخت د سيستان دښتې خړوبې کړي. د نوموړي له دې هیلې سره د وخت خلک مخالف او دا کار يې د امکان څخه ليرې باله، خو دغه نوميالي افغان په خپلو هڅو د اوسني نيمروز ولايت په چهاربرجک سیمه کې له خټو او لرګیو څخه یو بند جوړ کړ او په دې توګه يې د سیمې ځمکې ورباندې خړوبې کړې.

کله چې ګوډ تیمور دې سیمې ته راغی دغه وياړلي سردار له تيمور سره په جګړه کې شهید او بند د تيمور له خوا ونړول شو. دغه نوميالی سردار کمال خان و.

وروسته د ده په څېر یوه بل نومیالي افغان د دې هوډ وکړ چې د کمال خان یاد تازه او په دې سیمه کې بند جوړ کړي. هغه نومیالی سردار محمد داودخان و.

د هېواد دښمنانو تل د دې بند د جوړېدو په هکله ستونزې جوړولې، چې په پای کې یو بل ویاړلي افغان د کمال خان او داودخان هيلو ته د عمل جامه ور واغوستله او نن يې د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري میاشتې پر څلورمه نېټه له جوړولو وروسته دغه بند رسماً افتتاح کړ. دغه نوموتی او ویاړلی افغان، ډاکټر محمد اشرف غني دی.

د کمال خان بند د ۲۷۸۸ میلیونه متر مکعب اوبو د مهارولو، د ۵۵ ميليونو متر مکعب اوبو د ذخيره کولو، ۱۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او د نهو ميګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

په د ویاړلي شخصیت، کمال خان قبر چې د اوبو د ذخیره کولو له امله له خطر سره مخ و، د ده د اتم پښت لمسي په خوښه له چهاربرجک ولسوالۍ څخه د نیمروز ولایت مرکز ته ولېږدول شو چی په اساسي توګه به جوړ شي.

د دې بند د جوړېدو چارې د ښاغلي خان محمد تکل انجنير له خوا په ډېر ویاړ تر سره شوی. ویاړ پر تکل صاحب!

سيستان تر ۱۳۸۳ میلادي کال پورې یو اباد هيواد او د غلې د ګدام په نامه یادېده، پلازمېنه زرنج يې د «مدینه زهرا، شهر دوشیزه، شهر نعمت و انګور» په نومونو ياديده.

کله چې په دې نېټه تيمور سيستان ته راغی تر سختو جګړو وروسته تیمور ښار لوټ او وګړي يې ټول له تېغه تېر کړل، چی کمال خان هم د دوی په ډله کې و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب