سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، نه د افغانستان په ټاکنو باور لرو او نه...

طالبان وايي، نه د افغانستان په ټاکنو باور لرو او نه په کې برخه اخلو

تاند (چهارشنبه د حوت ۴) وروسته له دې چې رسنيو ته د ارګ له د ننه نه ځينو سرچینو داسې معلومات ورکړل چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د ترکيې کنفرانس ته داسې طرح وړاندې کوي چې له مخې به یې په شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او طالبان به هم ورته راځي، خو تازه طالبانو ویلي چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د راتلونکي نظام په هکله پرېکړه به په قطر کې کېږي او هغه څه چې دوی غواړي په ټاکنو نه کېږي.

مجاهد زیاته کړې، په تېرو دوو لسيزو کې څو ځله ټاکنې ازمايل شوې دي، خو په خبره یې هر ځل يا فساد پکې شوی يا د ولس پر رايو معاملې شوي دي.

نوموړي ویلي، دوی د ټاکنو پر پروسه باور نه لري او نه هم برخه پکې اخلي.

ټاکل شوې چې څه موده وروسته به په ترکيه کې د افغانستان د سولې په هکله کنفرانس جوړ شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني دغه کنفرانس ته طرح وړاندې کوي چې پر اساس به يې طالبان اوربند کوي او حکومت به په شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې کوي، خو ولسمشر غني او دواړه مرستیالان یې په کې ګډون نه کوي.

ولسمشر غني امريکايي چارواکو ته د سولې لپاره نوې طرحه سپارلې

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب