جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني امريکايي چارواکو ته د سولې لپاره نوې طرحه سپارلې

ولسمشر غني امريکايي چارواکو ته د سولې لپاره نوې طرحه سپارلې

تاند ( سې شنبه، د حمل ۳ ) سرچېنې وایي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په اړه یوه نوې طرحه امریکایي چارواکو ته سپارلې ده.

د سرچینو په وینا ولسمشر دې نوې طرحه کې د اوربند، د سولې د حکومت او دغه راز د وخت مخکې انتخاباتو وړاندیز کړی دی.

دریو لوړ پوړیو افغان چارواکو ویلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني «پلان لري» چې په را روانو شپږو میاشتو کې د «جمهوري ریاست لپاره نوي انتخابات» اعلان کړي.

د رویټرز خبري اژانس د دغو افغان چارواکو له خولې، چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، لیکلي دي چې دا د ولسمشر غني د سولې نوی پلان دی.

په ورته وخت کې د ارګ يوه لوړپوړي افغان چارواکي ویلي چې ولسمشر غني به د ترکیې په کنفرانس کې دا طرحه وړاندې کړي.

تر هغې مخکې او د دې طرحې تر منل کېدو سمدستې وروسته به د اشرف غني‌ اوسنی روان حکومت د سولې د حکومت په نوم خپل کار ته تر انتخاباتو پوري دوام ورکړي.

د سرچینې په خبره طالبان تر انتخاباتو مخکې تر يوه ميکانیزم لاندې د سولې د حکومت غړي کېدای شي.

سرچینه زیاتوي، طالبانو ته به وزارتونه او ریاستونه ورکړل شي او جنګيالي به یې د افغان ځواکونو په ليکو کې ورګډ شي او په دې اړه هم خبرې کېدای شي چې طالبانو ته په ملي شورا او حکومت کې څومره ونډه ورکول کېدای شي.

سرچينه دغه راز دا هم زیاتوي چې ولسمشر غني دا وړاندیز هم کړی چې په وختي ‌کېدونکو انتخاباتو کې به نه دی کاندیديږي او نه هم د ده مرستيالان، امرالله صالح او سرور دانش.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ولسمشر دا طرحه امريکايي چارواکو ته سپارلې او هغوی ورته ويلي‌ چې په خپلو کې به سلامشورې ورباندي وکړي. رویټرز خبري اژانس وايي چې ولسمشر غني د موقت حکومت په اړه د امریکا وړاندیز رد کړی دی. سرچینې وايي، ولسمشر غني له هر هغه حکومت سره مخالفت کړی چې په غیردیموکراتیکه طریقه واک ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په خپله ولسمشر غني وویل که طالبان سبا راشي دی اماده دی چې له وخته مخکې انتخابات وکړي.

خو هغه په وار وار ویلي دي چې له انتخاباتو پرته واک خپل بل ځای ناستي ته نه انتقالوي.

 څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په استول شوي لیک خبرداری ورکړ که د سولې بهیر چټک نکړي، له طالبانو سره جګړې ته به یوازې پاتې شي.

خو ښاغلي غني ویلي دي چې«عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر اساس مخکې ځو».

تر اوسه پورې امريکايي ‌چارواکو او طالبانو په دې اړه څه نه دې ويلي.

7 COMMENTS

  1. دغه خوب دي اشرف غني یوه پلا اوبو ته هم ووایي چي په بدو وانه وړي.
    یوه ویل زه دي کڼی نه اوبم، هاغه بل ویل ګز دي کم دئ.
    ورته وا ته نو څرنګ د ټاکنو نوم په خوله راوړې، یوه رایه په پنځه سوه ډالره درته تمامه شوه! اخیر هم یو ملیون رايي چا در نه کړلې.
    د مي تر اولي نیټې وروسته چي هر څه پېښ شول، مسوولیت یې د اشرف غني او ټامیانو پر غاړه دی.
    دا سړی ناکي و خت ضایع کوي او افغانان د جګړې خولې ته ور اچوي.

  2. محموده ستا خبره د طالب خبره ده او غالباً یا ذبیح الله قاتل یې یا قاري بیسواد
    اشرف غني ویلي چې نه به دی او نه به یې مرستیالان ځانونه کاندیدوي نو بیا بیره مو له څه او له چا ده. زه پوهیږم طالب ته خلک رایه نه ورکوي هماغه شان چې په هیڅ بل هیواد حتي پاکستان کې خلک افراطیانو ته رایه نه ورکوي په افغانستان کې یې هم نه ورکوي ځکه دا ډ‌ول خبرې کوئ. که انتخابات نه وي په څه ډول به د قدرت واګې انتقالیږي. اشرف غني بهترین وړاندیز کړی دی.

    • د ټامي خیاطانو یوه نښه داده چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ټيټ دي. ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر خوله اچوي. بس که خبره دده په زړه ونه خته، بالا اسمان را ړنګ شو. که زما خبره د طالب له هغې سره سر وخوري، نو دایې زه طالب. څه باک لري؟
      پرون ټامیانو پنجابیان بلل، نن یې پلار اشرف غني خپل وروڼه بولي. هنوز لا یوه میاشت او یوه اونۍ وخت پاته ده، خو دده څخه د کاغذ له مخي څوارلسمه سدۍ پنځلسمه وویل شوه، سر دې باندي خلاص شو اودولولي خانه؟ ته صبر وکړه یابه یې طالبان ماما حېل و خیژي او یابه يې د انا خپلوان. دا یې لا سر دئ، کښته نور هم سور وردئ.

  3. ملا محموده،
    نه ته افغان یې نه دې ژبه او لیکنه د افغان ده او خبرې دی هم سپینې د پاکستان د پوځ دي. ورځ خو اوس ستاسو د پنجاب د مزدوران بده ده چې بادارانو مو ستاسو د امارت په نوم او ستاسو د مشرانو په مخ د مسکو په غونډې کې لاړې تو کړې او تاسې یې په شرمو وشرمولې. په دې معنی چې تاسې یعنې طالبان باید د هغو د ګټو لپاره وجګېږېږئ خو حکومت به نه کوئ. او دا شوه ستاسو راتلونکی. بې ځایه خوبونه هم تاسو وینئ. والله که ستاسو شرمېدلې په نامه امارت نور په ژوند کې دې وطن ته راشي. د خرګوش له خوبه پاڅېږی او د دنیا واقعیتونه ته توجه وکړئ.

    • خیاطه ماته که کمیس را جوړوې ـ لمن یې که زري زري زري

      اربکیه فهیم ګیه زما پر کمنټ دي دا سغۍ ولي داسي سوځي؟ که د چا ټامیان نه خوښیدل حتمې ده چې باید طالب وي؟

      ها د میږي او بوزې کیسه درته وکړم؟ یا ته خو تر ما ښه افغان یې، نو خامخا به در معلومه وي. کنه نو له بل خیاطه و پوښته هغه به یې درته ووايي. زوی لویه تاسي خیاطان او ټامیان د ۴۸ ملکونو په ځنځیر تړلی یاست او طالب په یوه. ګیله من لا هم ته یې؟ راځه دا وار په بل مستعار نوم پړی پرې کړه.

  4. ملا محموده دا الفل ز چه تاسي په خپله ليکه کي يادوي دا ستاسو اخلاقي ستاندارد شکاره کوي.

  5. ملا محموده،
    زه اربکی نه یم. الحمدو لله پاک او ستره مسلمان او افغان یم. خو والله که تاسې غوندی له اسلام او انسانیت بې خبره، بې سواده په نامه ملایان د اشرف غنی د حکومت د یوه س.. سره هم برابر کړم.
    له ترانو او د زرې جامو له شوق نه دې داسې ښکاري چې له کوم مشر او شوقي ملا سره ژوند کوی. خدای دی خوار نکړه ځان دی هم وشرماوه او طالب دی هم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب