جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ټایګر اقتصاد| امین ستانکزی

ټایګر اقتصاد| امین ستانکزی

Tiger Economy

  دا (Asian Tiger Economy) اصطلاح د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو چټک اقتصادي پرمختګونو ته کارول کیږي چې معمولا، هانګ کانګ، جنوبي کوریا، سنګاپور، او تایوان هېوادونو ته ځانګړې شوې ده.

همدارنګه اندونیزیا، مالیزیا، فلیپین او ټایلینډ هېوادونه هم په دې کټګورۍ کې راتللی شي ځکه دې هېوادونو هم له توقع پورته اقتصادي وده کړې او لا هم د پیاوړتیا په حال کې دي. خو دا اصطلاح د هماغه ، پورته څلورو اسیایي هېوادونو ته ځانګړې ده. 

دا اصطلاح ځکه ورته کارول کیږي چې، پورته هېوادونو اقتصادي وده له معمول څخه زیاته وه ځېنې اقتصادي کارپوهان چین ته هم دا اصطلاح کاروي، لدې هېوادونو پرته ترکیې ته د اناتولیا ټایګر اقتصاد، متحده عربي اماراتو ته د ګلف ټایګر اقتصاد،  سلواکیا ته د Tatra Tiger اقتصاد چې له 2002 میلادي کال څخه راپېل او تر 2007 میلادي کاله پورې یې د پام وړ پرمختګ وکړچې، ددې هېواد د لومړي وزیر پکې مهمه ونډه درلوده، همدارنګه د بالتیک هېوادونو اوسني پرمختګ ته هم د بالتیک ټایګر اقتصاد اصطلاح  کارول کیږي .

د دې هېوادونو اقتصادي او صنعتي پرمختګ د 1960 یم کال راهېسې پېل شوي چې په ډېر کم وخت کې یې د نړۍ سترو اقتصادي قدرتونو کې ځان ته ځای پیدا کړی دی. 

د پورته ذکر شویو هېوادونو اقتصادي پیاوړتیا کې ددې هېوادونو د خلکو  پوهې کچې د زیاتوالي ، صنعت ډېر والي، صادراتو او همدارنګه د خلکو او حکومتونو د کنترول له وجهې د سپما زیاتوالی یې ستر لاملونه دي.

د ټایګر اقتصاد هېوادونو اقتصادي پیاوړتیا دومره په لوړ ځای کې قرار لري چې، د جنوبي اسیا هېوادونو د مالي بحران (Asian crises) چې د ۱۹۹۷ څخه تر  ۱۹۹۸ کال  پورې وو او همدارنګه د 2008 میلادي کال نړیوال بحران یې هم هومره اقتصادي پیاوړتیا اغېزمنه نه کړه اوخپل اقتصادي پیاوړتیا ته یې ادامه ورکړه.  

سینګاپور او هانګ کانګ د ټولې نړۍ په کچه ستر مالي مرکزونه لري او جنوبي کوریا او تایوان د موټرو د تولېد او همدرانګه د برېښنایي او ټیکنالوژيکي توکو د صادراتو له پلوه نړیوال مقام خپل کړی دی . 

خو ددې اصطلاح تر شا څه کېسه ده او موږ ترې څه تر لاسه کولی شو ؟ 

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته خلک د نویو اقتصادي پرمختګونو او نوې کاروبارونو لپاره په هر لور وخوځېدل او د یوې نوې هڅې په توګه یې له سیاسي، اقتصادي او جغرافیوي ناحیو پرمختګونه وکړل په 1960 یمو کلونو کې د مخابراتي او ټیکنالوژیکي وسایلو د پراختیا سره سم د نویو فرصتونو ایجاد وشو چې د سوداګرېزو چارو د پراختیا لپاره همدا لسېزه غوره او ګټوره ثابته شوه دلته به یوازې د جنوب ختېځې اسیا د هېوادونو چې د ټایګر اقتصاد یا هم د اسیا د اقتصاد او پرمختګ معجزه یې هم ګڼي، بحث وکړو.

له نویو اقتصادي او سرمایه ګذاري سیستمونو رامنځته کېدو سره سم د جنوب ختېځې اسیا هېوادونو د یو لړ اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره لاره هواره کړه چې د ترانزیټ له پلوه یې د هوايي، سمندري او ځمکنۍ سوداګرۍ لپاره عالي سهولتونه ایجاد کړل له دې سره په خوا کې همدې هېوادونو د خلکو لپاره جبري زده کړې اعلان کړې چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې دا ټکی ډېر د اهمیت وړ دی،  همدارنګه د استعماري قوتونو شتون هم د سیاسي او اقتصادي رقابتونو لپاره لازمه زمینه برابره کړه چې په هانګ کانګ او سینګاپور کې د بریتانیا د سیاسي اثر، په سویلي کوریا کې د امریکایانو دلچسپي او په تایوان کې د چینایانو شتون د دې سبب وګرځېده چې یاد هېوادونه چټک اقتصادي پرمختګ وکړي او د ټایګر اقتصاد لقب وګټي.

د دې هېوادونو وګړو د سیاسي او استعماري قوتونو له شتون څخه د خپل پرمختګ لپاره ښه استفاده وکړه سترې سترې کمپنۍ یې جوړې کړ ، د نورې هېوادونو وګړو لپاره یې د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او د نوښتونو په مټ یې په ټوله نړۍ کې د خپلو تولیداتو بازار رامنځته کړ چې په دې برخه کې لا هم د نړۍ په کچه ستر صادروونکو هېوادونو کې راځي. 

دا هېوادونه د ټکنالوژۍ د خدماتو او تولېداتو په برخه کې ځانګړی نوم لري چې خپله اقتصادي وده یې همداسې ساتلې ده. 

خو ددې ټولو خبرو کریډیټ د پورته ذکر شوو هېوادونو حکومتونو ته ورکول کیږي چې دداسې فرصتونو د ایجاد لپاره یې له فساد سره د ټېنګې مبارزې په نتیجه کې، دې ستر مقام ته ځان رسولی دی. 

موږ له ټایګر اقتصاد هېوادونو څخه څه باید زده کړو ؟؟؟ 

افغانستان په وچه کې را ایسار هېواد دی دا به یوه منفي خبره وي خو اوس ددې ټولو مسایلو لپاره نوې او بدېلې لارې شتون لري چې اوس، اوس دې برخې ته د یوې مهمې اړتیا په توګه کتل کیږي او موږ حس کوو چې ورو، ورور لدې احتیاجه خلاصیږو موږ پورته ذکر کړل چې د یادو هېوادونو جغرافیوي موقعیت او د خلکو له لورې د زده کړو همدارنګه د حکومتونو له لورې د فساد سره د جدي مبارزې په پایله کې یې وکولی شول چې د ټایګر اقتصاد لقب ځان ته غوره کړي او خپله اقتصادي پیاوړتیا رامنځته کړي. 

که وګورو دې هېوادونو له نورو هېوادونو او د نورې نړۍ له خلکو د پانګې اچونې، سوداګرۍ او صنعت په برخه کې ګټه اخیستې هغوی ته یې د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي چې اوس په نړۍ کې د پانګونې د سهولتونو په لړ کې لوړ مقام لري. 

دې شک نشته چې هلته اوس هم د نړۍ د قوتونو تر منځ د رقابتونو له امله اقتصادي رقابتونه شتون لري چې د چین د سرمایه ګذارۍ، بشري قوت او جغرافیوي برخه پکې زیاته د اهمیت وړ ده. 

نو موږ ته لازمه ده چې د سرمایه ګذارۍ لپاره د سهولتونو رامنځته کېدو لپاره کار وکړو ، د فساد پرضد رېښتوني مبارزه به ددې سبب وګرځي تر څو د نویو کاروبارونو د ایجاد لپاره لاره هواره شي. 

دلته به د ټایګر اقتصاد لرونکي هېوادونو په اړه ځېنې معلومات شریک کړو. 

جنوبي کوریا 

جنوبي کوریا یو کرنېز هېواد دی  چې ، شلمه پېړۍ یې ډیره د عصري صنعتونو لکه د برېښنايي توکو ، روباټونو ، سافټویرونو او ټکنالوژیکي وسایلو په تولېد باندې مصرف کړې .

د جنوبي کوریا د سړي سر نا خالص کورني تولید کچه هومره ښکته وه چې د اسیا او افریقا په کچه د غریبو هېوادونو په قطار کې یې ځای لاره، خو له 1960 یم میلادي کال راهېسې په حیرانوونکي ډول یې اقتصادي پیاوړتیا پېل او دادی اوس په نړۍ کې د ټکنالوژیکي توکو د صادراتو سترې کمپنۍ لري. 

اوس وخت کې د جنوبي کوریا په کال کې د سړي سر نا خالص تولید GDP  (gross domestic product  )  30640 امریکایي ډالره دی. 

تایوان 

له چین سره د جنجالي اړیکو او په ملګرو ملتونو کې ددې هېواد د سیاسي خپلواکۍ نه شتون بیا هم تایوان  په تېرو څلورو لسېزو کې چټک پرمختګ کړی دی او نړیوال یې د یوه اقتصادي او پرمختللي هېواد په توګه مني . دې هېواد د چینایانو په مرسته د تېز اورګاډو او قوې ښوونېز سیستم په لرلو سره د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کړی دی همدارنګه تایوان د اپل کمپنۍ د تولېداتوجوړولو لپاره هم یوه ښه بازار دی. 

تایوان  د صادراتو د لوړې کچې له مخې د نړیوال تجارت پام ځان ته ور اړولی دی چې، په کال کې د سړي سر نا خالص تولید کچه یې 28180 امریکایي ډالره ده.  

هانګ کانګ 

هانګ کانګ هم د چین د سیاسي اثر لاندې هېواد دی چې، د اقتصادي  چټک پرمختګ له مخې د ټایګر اقتصاد په هېوادونو کې یې خپل ځای نیولی دی هانګ کانګ په کال کې د سړي سر نا خالص تولید کچه 45180 امریکايي ډالره ده. 

د وروستیو اقتصادي راپورونو له مخې هانګ کانګ د اقتصادي پیاوړتیا په لوړه کچه کې قرار لري.

هانګ کانګ د نړۍ په کچه ارزانه بشري سرچینو په لرلو سره ځانګړی مقام لري او د پانګوالو توجه یې را جلب کړې ده. 

سینګاپور 

سینګاپور د کم نفوس، د ښه او غوره پانګونې چاپیریال، د پانګه اچوونکو لپاره د خوندي حقوقو او فساد څخه د پاک هېواد په توګه له سترو اقتصادي هېوادونو څخه شمیرل کیږي چې د سړي سر ناخالص تولید کچه یې 58480 امریکايي ډالره ده. 

سینګاپور د نړۍ په کچه د اسعارود تبادلې ستر بازار لري چې د مالي برخو د پیاوړتیا لپاره یې هڅې د یوې بېلګې په توګه یادیږي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب