شنبه, مې 18, 2024
Home+د آسیا خالي ګودام او نوې هېلې

د آسیا خالي ګودام او نوې هېلې

نعمان دوست
کله کله د خپل وطن په اړه تاریخي مطالعه سړی دومره خواشینی کړي چې د ماضي په یاد کې یې بې واره سترګې راډکې شي.
د ښاغلي نورالله تالقاني د اثر (افغانستان ما قبل اریایها- چاپ ۱۳۶۱هـ.ش) یوې جملې همداسې بې واره سترګې راډکې کړې.
هغه لیکي چې نیمروز د ښیرازۍ او حاصلخیزو ځمکو په لرلوسره د افغانستان نیل دره، ثاني مصر او د آسیا د ګودام په نوم یادیده.
نیمروز، دغه لقبونه د پریمانه اوبو او د هغوی د ښه مدیریت له کبله ګټلي وو. دلته د کمال خان بند و او دغه بند دومره اوبه ذخیره کولې چې د نیمروز ځمکې پرې خړوب وساتي او دومره غله دانه تولید کړي چې آن د اسیا کندو (ګودام) وبلل شي. خو افسوس چې وحشي چنګیز او د هغه ظالم خلف ګوډ تیمور د اوبو دغه سرچینې ویجاړې کړې او د اسیا ګودام یې خالي پاتې کړ.
د اوبو د سرچینو په نړولو نیمروز د ثاني مصر ښکلا بایلوله او د افغانستان د نیل دغه دره سپیره دښته شوه.
زموږ د وطن ښکلا تل د جګړو د وحشي آسونو تر پښو لاندې پایمال شوې او هر کله چې د وطن ښایسته مور، ځان سینګار ته جوړ کړی نو د جګړې بلاوو پرې نوکارې لګولي دي.
سردار محمد داود خان د کمال خان بند جوړولو پلان درلود؛ خو د ثور خونړۍ کودتاه وشوه. که کودتاه نه وای شوې او بیا ورپسې د جګړې ویجاړونکې څپه نه وای راپورته شوې نو اوس به نیمروز بیا د نیل دره و، بیا به ثاني مصر و او بیا به د آسیا ګودام و. خو د جګړو له شامته، د کمال خان بند جوړ نشو، اوبه ذخیره نشوې او د اسیا په ګودام کې پراته نیمروزیان له ولږې سره مخ شول.
د تباه کوونکیو جګړو له شامته نه یواځې دا چې د اوبخور نوي سیستمونه جوړ نشول؛ بلکې پخواني مو هم ورسره بایلول.
د ښاغلي پوهاند دودیال د مقالې یوه برخه خو بیخي هېښوونکې ده، هغه لیکي: ((په ۱۹۷۰م.  کال کې په افغانستان کې درې نیم میليون هکتاره زراعتی زمکه خړوبېدله؛ خو دا کچه په ۲۰۰۸ کال کې یونیم میليون هکتاره کرنيزې ځمکې ته راټيټه شوې، چې له بده مرغه نور هم د کمیدو په حال کې ده، یو علت یې د اوبخور سیستم له منځه تلل دی.))
شکر دی، نن یو ځل بیا د خلکو هیلې راژوندۍ شوې او د اسیا کندو ،چې تر اوسه تش پاتې و، یو ځل بیا یې د ډکیدو تمې پیدا شوې.
نن د افغانستان او په ځانګړې توګه د نیمروز لپاره تاریخي ورځ وه. له شاوخوا ۷۰۰ کلونو وروسته یو ځل بیا د کمال خان بند جوړ او سرګردانه اوبه پکې دمه شوې.
د کمال خان بند د پرانیستې مراسمو کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس ښاغلي خان محمد تکلKhan Mohammad Takal، خبرې هیله بخښوونکې وې. هغه وویل چې له دې بنده به پنځه کانالونه تیر شي او شاوخوا (۱۷۴زره) هکتاره ځمکه به خړوب شي.
هغه دا هم وویل چې په ۱۲ بندونو کار روان دی او د ۴۴ نورو کوچنیو بندونو جوړیدو کار به هم پیل شي.
که جګړه مانع نشي؛ که د وطن له ویجاړونکې جګړې څخه نور جګړه مار ستړي شي او که پر الهي حکم ( والصلح خیر) عمل وشي او دغه پاتې بندونه هم بشپړ شي، نو یو ځل بیا به زموږ د وطن هره برخه د غلې دانې په کندو بدله شي. یو ځل بیا به هغه خلک هم په کورونو کې په عزت ډوډۍ وخوري چې اوس یې ماشومان او میرمنې تر ماښامه په لارو کوڅو کې د خیرات غوښتلو لپاره ناستې وي او یو ځل بیا به هغه ځوانان د وطن خوږې غیږې ته راستانه شي چې اوس یې د مټو زور د پردیو وطنونو په ودانولو کې اوبه کیږي.
د داسې ورځې په هیله چې د نورو وطنونو په څير زموږ د وطن د اوبو وتره ( سربند) هم زموږ په لاس کې وي او د داسې ورځې په هیله چې د اوبو په ښه مدیریت مو جګړو سوزولی وطن یو ځل بیا سمسور شي. هره خوا باغونه جوړي شي او د هرې ونې په څانګې بیلا بیل مرغان په خوږو غږونو د کایناتو د څښتن ذکر جاري وساتي.
د هغو شهیدانو ارواوې دې ښادې وي چې د دې بند د دفاع په لاره کې یې سرونه نذرانه کړل، د دې قهرمانانو،  بزدله قاتلانو ته دې عادل ذات خپله سزا ورکړي.
او په پای کې د نیمروز د یوه قامي مشر هغه بیت لیکم چې نن یې د کمال خان بند په پرانسته کې ووایه:
بیا تا قدر این نعمت بدانیم
که در بحران آب، بی آب نمانیم
۱۴۰۰/۱/۴/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب