پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهتېر کال ۷۳۰۰۰ افغانان د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي

تېر کال ۷۳۰۰۰ افغانان د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي

تاند (چهارشنبه د حمل ۴) د نري ‌رنځ ناروغۍ يا د سل نړیوالې ورځې سره هم مهاله د افغانستان د روغتیا وزارت مسؤلان وايي، په تېر کال کې شاوخوا ۷۳۰۰۰ افغانان په نري رنځ يا سل ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې ورغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، له دې شمېر څخه ۹ زره او ۸۰۰ کسان د یادې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي چې د مړیني دغه شمېر د کورونا ویرس په پرتله درې برابره ډېر دی.

د ښاغلي مجروح په خبره، « تېر کال د کورونا ویروس په خپرېدو او په هېواد کې د محدودیتونو سره سره، شاوخوا زموږ۷۳۰۰۰ تنه هېوادوال د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي، چې له دې جملې څخه زموږ  روغتیایي همکارانو د خپلو وړتیاوؤ پر اساس وکولائ شو چې له ۵۰۰۰ زرو زیاتې پېښې وپېژني او تر درملنې لاندې ونیسي، مګر د دوی له ډلې ۹۸۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

د نوموړي په وینا، د کورونا ویروس د خپرېدو پرمهال د روغتیايي کارکوونکيو لپاره دا ستونزمنه کړې چې د نري ‌رنځ ناروغۍ مخنیوي لپاره ډېر کار وکړي او ډېر شمېر ناروغان چې په نري ‌رنځ ناروغۍ اخته وو تشخیص او تداوي شوي نه دي.

وحید مجروح دغه څرګندونې نن په کابل کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسب په جوړې شوې ناسته کې وکړې.

هغه زیاته کړه، ډېر شمېر ناروغان چې په نري ‌رنځ ناروغۍ اخته وو ښځې وې چې په سلو کې ۵۷ سلنه ښودل شوي.

نامناسب خواړه، د بدن ټيت معافیت او د ښځو د ژوند ډول، د دغې ناروغۍ پر وړاندې د هغوی د زیانمېدو کچه لوړوي.

په ورته وخت کې د توبورکلوز د مخنیوي بورډ ريیسه سیما ثمر وايي، په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د نري ‌رنځ ناروغۍ د مخنیوي ژمنتیا مهمه ده او باید د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره هڅې دوام پیدا کړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسؤلان وايي، د کورونا ویروس د خپرېدو پرمهال د نري ‌رنځ ناروغۍ ناروغان شاته پرېښودل شوي چې دا ستونزه د دې لامل شوې چې د یادو ناروغانو روغتیايي خدماتو ته لاس ‌رسی کم شي.

 دغه سازمان له بهرنیو ملاتړ کوونکيو غواړي چې په افغانستان کې د نري ‌رنځ ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په دې ناسته کې د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست په کابل کې د متحده ایالاتو له شارژدافیر سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې دغه بنسټ د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د نري رنځ په وړاندې مبارزه کې د افغانستان روغتیا سکتور سره مالي او تخنیکي همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب