جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سوېډن مېشتو افغانانو ټولنې د ښکلا ځدران په هکله د سوېډن...

د سوېډن مېشتو افغانانو ټولنې د ښکلا ځدران په هکله د سوېډن کمېټې اقدام وغانده

تاند (چهارشنبه د حمل ۴) وروسته له دې چې د سویډن کمیټې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازې ښکلا ځدران دنده وځنډوله په سویډن کې میشتو افغانانو دغه پرېکړه بې مانا بللې او ویلي یې دي چې دا کمېټه هم د جنګسالارانو ملاتړ کوي.

په سویډن کې مېشتو افغانانو نن چهارشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ښکلا ځدران له دندې څخه لرې کول د ازادۍ د ټولو بين المللي او د سويډن قوانينو خلاف عمل دی او په کې زیاته شوې، «موږ د سويډن افغانستان کمېټې دغه پرېکړه په کلکو ټکو غندو او د شرم وړ يې بولو.»

په اعلامیه کې ددې ټولنې د مشر نجیب الله زاخېلوال له قوله راغلي، «خبر شوم چې د سويډن افغانستان کمېټې ددغه کمېټې يوه کارکونکې “ښکلا ځدران” له دندې څخه پدې خاطر لرې کړې ده چې نوموړې په خپل ټويټر د عليپور پر خلاف اواز پورته کړې دی.»

سرچینې زیاته کړې، «موږ په سويډن او افغانستان کې د سويډن افغانستان کمېټې په مشرانو غږ کوو چې ښکلا ځدران په اړه پرېکړه بېرته واخلي او د ازادۍ ژبه پرې نه کړي او ښکلا ځدران خپلې دندې ته راولې.»

په اعلامیه کې راغلي، ښکلا ځدران حق لري چې د یو جنګسالار پر خلاف غږ پورته کړي او باید ورته درناوی وشي.

سویډن مېشتو افغانانو ګواښ کړی که دغه پرېکړه بېرته وانخیستل شي دوی به له نورو قانوني لارو مخته لاړ شي.

د معلوماتو پر اساس د سويډن کميټې د ښکلا ځدراڼ دنده ځکه ځنډولې چې ولې یې د علي پور په خلاف ټويټ کړی وو.

ښکلا ځدران په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې او د سويډن کميټې غړې ده. نوموړې د ډموکراتيکو  نورمونو په اساس دغه پوست ته نومانده او بيا د رایو په لاسته راوړلو سره بريالۍ اعلان شوه چې تير کال يې خپله دنده پيل کړه.

مېرمن ځدران پر خپل ټویټر لیکلي چې علي پور او کسان یې باید ژر تر ژره ووژل شي او په وینا یې چې دوی ترهګر دي او د بهرنیو استخباراتو له لوري تمویلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې غیر مسؤل وسله وال علي پور څو ورځې مخکې د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوه څرخکه وویشته چې د څلورو پیلوټانو په ګډون په کې ۹ افغان پوځیان ووژل شول.

دغې پېښې د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونه راپارولي او له مسؤلینو غوښتنه کوي چې علي پور ته ونیسي او سزا ورته ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب