جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+روشنګرۍ کې د وردګو هویت په تتېدو دی

روشنګرۍ کې د وردګو هویت په تتېدو دی

هارون سمون

تقریباً د وردګو پر ټولو ولسوالیو شل کاله پنجاب حاکم دی، پر خلکو چپه مېچن ګرځوي. هلته خلک دومره وځپل شول، چې د طالب پر وړاندې غږ اوچتول بېخي ناممکن شوي دي. بل خوا له بده‌مرغه وردګ په اقتصادي لحاظ یو کاملاً لوېدلی ولایت دی، څوک چې په دې ولایت کې لږ هم پیسه‌داره شي، له وردګو وځي؛ ځکه په وردګو کې ژوند کاملاً د سنګ‌دور د وخت دی. روغتیايي خدمات نشته، برق نشته، سرکونه خام دي، بازارونه نه لري، سپېره ډاګ دی، اوسېدونکي یې، په کچالو، اوړو او بوټي ګوزاره کوي. ګرد اوړی بوټي کوي، دهقاني کوي، ځدرانو کې خټې کوي، ژمی د جومات پر ګرمه تبۍ ناست وي، دا د سنګ‌دور وخت دی کنه دی؟

له بده‌مرغه تېږه د غریب پر سر لوېږي، د خدای عذاب ته هم غریب برابر شي. دا څو کاله په دې ولایت کې فصلونه سیلابونه لاندې کړي، چې څنګه غنم ورسېږي، ایسته بارانونه وشي، سیلونه راشي، نیم غنم یوسي، نیم له خړو سره پایمال شي، پاتې هغه د څو اونیو سرپه بله پسې بارانونه له وجې په وږو کې خنثی شي. عام خلک یې منیکه په نس ماړه وي. د دې ولایت علمي پوزیشن کچ کړه؛ خو دا قوم سم نیم په غرقېدو دی. نوی نسل یې تباه او دربدر دی. اقتصاد یې صفر دی. ځوانانو یې چې تحصیل کړی، څوک ایران کې وشکېدل، څوک ټالېبان شوي، څوک د ټالېب له ویرې له کورنيو کلونه کلونه لرې دي، ښارونو کې ډۍ په ډۍ ګرځي، چا چې لږ اقتصاد درلودلی، هغوی کابل ته راتښتېدلي. قومي سیسټم پکې ضعیف شوی، ټالېب پرې حاکم دی، چپ څوک نشي ورکتلی؛ څنګه یې چې زړه غواړي هغسې حکومت پرې کوي. د سر سړي یې ورک شول، د خبرې څوک یې نشته، پدې ولایت کې د جلګې په نوم یوه ولسوالي ده، آن نوم یې ورک شو، دوه کاله مخکې دا ولسوالي ټالېبانو له بېخ وښکه، دیوالونه یې ړنګ کړل. تر ۱۰۰ زیات اردو او پولیس ټالېبانو ژوندي ونیول، پټیو کې یې وویشتل، بدنونه یې خثی شول، څو وخت د نږدې کلو ډېری خلک له ویرې، وینو او انساني وحشتونو رواني شول، خدایکه فسبوک کې چا یاد کړي وي له ډاره، څو رسنیو یې یوازې د نیولو خبر خپور کړ، خو پر ستر انساني ناورین تبصره ونشوه.

اصلي خبرې ته راځم؛ یو وردګ روښانفکره ځوان ته چې ووایې، راځه اندړو غوندې د طالب پر ضد غږ پورته کړو، ولا په هویتي لحاظ غرقېږو ورځ په ورځ. شرم دی، تر هرچا لوستي ډېر لرو خو پر طالب مشهور یو، ځواب یې دا وي؛ « نه، ورکې کړه، څې کوې، طالب دې مړ کېوي، ولې ځان ته دوښمني پیدا کوې»

روشنګرۍ کې د وردګو هویت همدې روښانفکرانو تت کړی دی، ډېری یې په کابل کې اوسېږي، کلي او ولسوالۍ ته تګ پرې کورغ(بند) دی؛ خو بیا هم د طالب پر ضد چونګ نه‌شي وهلی، څه دي وژني یې. که داسې عام شي وژل دا نن چې د طالب پر وړاندې قلم کاروي، خبره کوي، ټول همدا ځوانان په ښارونو کې اوسېږي، ته وا دا ژوند یوازې په وردګو ګران دی؟

بیا وایم، څومره چې پر یوه ټولنه مذهبي اختناق حاکمېږي همغومره خلک له دین زړه توري کېږي؛ دا اوس چې حساب راواخلې د وردګو سم نیم لوستی نسل سیکولار شوی دی؛ خو ولاکه د فکر خبره ترې راوباسې؛ څه دي «طالب یې مړ کېوي». خانه دې خرابه شه؛ مرګ خو حق دی؛ پر طالب دې خلک پېژني، را میدان ته شه، خبره وکړه. د مدنیت مبارزه کې ځانته هویت ثابته کړه. دا د نورو اقوامو ځوانان ولې نه وژني؟ ستا مضر احتیاط  او محافظه‌کاري به د دې لامل کېږي، چې څنګه دې د فکر سړی خبره کوي، طالب به یې سرکوبوي؛ ځکه ته سکوت نه‌شې ماتولی، د پوښتنې څوک دې نشته، د خبرې خلک د طالب له وېرې خاموش دي.

د طالب دومره ویره ده، د دې ولایت د لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي چې کابل ته راځي، یا له کابله ځي، د مړز د ځالې غوندې وړه د جالۍ خولۍ جېب کې وړي راوړي، ترڅو په لاره کې له طالب سره مخ شي، پر سر یې کېږدي. آخر دومره ډار ولې؟

هلته ښوونځیو کې ملایان او طالبان په وچ زور معلمان دي، تر دې ستر ظلم به لا څه وي. 

درې کاله څلور کاله وړاندې طالبانو یو وردګ انجینر په وردګو کې راوځړولو، خداوراستي تر وردګو د نورو ولایاتو خلک ډېر وغندلو، وردګ روښانفکران هماغه وخت هم په دې چپ وو، چې سبا به بیا کلی ورباندې کورغ شي. دا ریښتیا ده، چې وردګ د رمې خاصیت لري، چې پښې دې ورته ودربولې ټول تښتي. دا اوس یې هم کابل کې مېشت مشران دا خبره په زغرده او پرته له دې چې وشرمېږي کوي یې، چې وردګ ډېر ښه خلک دي، بې غرضه ده. دې خبرې د وردګو سترګې ورتړلې دي، ځکه خو په ګردو وردګو کې داسې سړی نشته، چې جدیت ولري، خبره وکړلی شي او د وردګو لپاره یو څه وغواړي. خبره د خاورې نه ده، چې ګني د وردګو چاپېریال او هوا دغسې ده، چې یو بدماش او د خبرې سړی نه پکې پیدا کېږي؛ خبرې د دې ده، چې وردګ ډاران آموخته شول. علیپور هم د وردګو دی؛ بدماشي وګوره د بسته دولت پر وړاندې ودرېد، له دې خبرې هدف دا ندی، چې وردګ دې د دولت پر ضد لا د طالب ملاتړ ته دوام ورکړي، هدف دا دی، چې لږ غیرت له نورو باید زده کړل شي، هلته پردي طالبان ښکته پورته کېږي، خدایکه څوک چپ ورکتلی شي. 

که زرګونو وردګ ځوانان د طالب پر ضد خبره کړې وی، ولاکه یې ټول وژلي وی، نه یې منیکه زور درته رسېدلی وی. طالب همدا اوس دومره تر فشار لاندې دی، دې ته یې کار ووې، چې مدني فعالان، خبریالان او د خبرې خلک به یو څه وخت په  نښه کړي؛ ډار او توهم به خپور کړي، میدان به یوسي؛ مانا د افغانسان له لوستي قشر سره یې جګړه رامنځته شوه، خو لوستي نسل پسې واخیست، د الب اصلي وحشي څېره یې لا په ډاګه کړه. د همدې ځوانانو له برکته په ډېر کم وخت کې طالب د دنیاوالو تر انتقاد لاندې راغی. پدې هم ونشوه، اوس طالب حیران دی، چې آخر د طالب برخلیک شو څه!

وردګ روڼ‌اندي باید نور سکوت مات کړي، که څوک وايي کوم دې روڼ‌اندي، دوی ته به ووایو دومره دي، چې ولاکه د ډېری سترو ولایتونه وي، په مستعارو اکونټونو دې فعالیت نه کوي، رامیدان ته دې شي، د افراطیت او طالبېزم نقد دې له رسمي ادرسه وکړي. طالب به وي یا نه، افراطیت په افغانستان کې وروستيو ۳۰ کلونو کې سم بنسټیز شو، د دې پر وړاندې به پښتانه روڼ‌اندي تنقیدي ادبیات وکاروي، ترڅو د افراطیت رېښي، چې له پاکیستانه راغزېدلي او ستا په دیني مدرسه کې سر را ایستلی غوڅې شي. لا هم ستا افراطي عقیده لري، چې مسلمان دې د خټو په کورونو کې وه اوسېږي خو اسلام دې وي. تر څو چې دا فراطي داسې عقیده خپلوي، چې اسلام دې هم وي، د نړۍ سره دې سیال هم وم، ډېر مزل پاته دی، باید قرباني ورکړو، کار وکړو، ذهنیتونه جوړ کړو. پدې مبارزه کې که وردګو ونډه وانخیسه، خدایمکړې په طالبانو به یې لوستي مشهور وي، لکه اوس چې دي مشهور.

5 COMMENTS

  1. اول خو ټالېب افراطي دی، ذاتاً؛ خو یاسر افراطیت وشرمولو، ګرد وردګ یې ټالېبان کړل.

  2. وحید
    درنو وروڼو، یواځې وردک نه، بلکې دپښتنو زیاتره سیمی همداسې دی، چی نه به بل داکترعبدالوکیل پکی پیدا شی، نه موسی شفیق، نه خادم، نه الفت، نه روهی، نه مولوی کاموی، نه مولانا ارشاد، نه مولوی سعیدافغانی، نه ډاکتر موسی (دجراحی نړیوال پیژندل شوی متخصص)، نه به بل داکتر اشرف غنی نه جلالی ،نه عمر وردک او نه هم کو بل یو.
    له بل چا ګیله مه کوئ دا په خپله تاسو پورې اړه لری، مشر نه پیزنئ، اتفاق نه لرئ، علم او پوهی سره مو جوړه نده او سل نوری بدبختی. خپله یی علاج وکئ بله لارنشته.

  3. هارون صاحب ښه موضوع مو لیکلی ده، ولی په وردګو دا چا وکړل؟ اول ځل چی ظفر الدین خاین والی او قوماندان د امنیی شوو یوه ډله خپل خلک یی د طالب په نامه مسلح کړل تر څو په راتلونکی کښی ځان پری وساتی، دوهم دا چی دده هدف دا وو چی قومی مسایل هم زیات کړی او دا دهغه غله له اوله تګلاره ده، دریم دا چی یاسر هغه خاین او وطنفروش عالم دی چی یوه ښځه یی د آی ایس آی د یوه جنرال خور ده او له هغه چینله په وردګو کښی ټولی د بربادی او بی علمی نقشی پیاده کیږی، څلورم وردګ خدایی استخباراتی طبیعیت لری او خپل وروڼه ټول په بیګانه ګانو وژنی، پنځم خود کرده دارو ندارد همدوی هر چاته په کور کښی ځای ورکوی او خپل ټول بچیان یی بی علمه ستر کړل او هغه د علم او تعلیم ډیوه مخ په مړه کیدو ده او د قلم ځای د بیګانه ګانو ټوپک نیولی، بل د وردګو چی څومره مشران دی اکثریت یی غله، له تعصبه او قوم پرستی ډک، د خپلو ورڼو په نامه ټول شی د څو خنځیرو ملکانو او مشرانو جیبو ته لویږی، او وردګ له یهوده ملایکی جوړوی صادق خلک دی په هر کس او ناکس اعتبار کوی، اتفاق نلری او دا اور د نفاق څو په نامه مشرانو پکښی اچولی دی. خلص کلام چی بیا د قلم، علم او اتفاق لاره خپله نکړی تر دی به بدتره ذلیل وی.

    • یوازې د ظفریدن له لاسه هلته افراطیت ته زمینه برابره نشوه، سیي ده ظفرالدین یو خایین دی؛ خو هلته د پاکیستان مذهبي دستګاه د مجاهدینو له وخت فعاله شوه. د ټالب وخت کې لا کش کې شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب