جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنې او ترکیې د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې

اروپایي ټولنې او ترکیې د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۴)  سرچینې وایي، د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشر جوزیف بوریل د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

سرچینه دا هم وایي، دوی په همدې تړاو په ترکیه کې پر جوړېدونکې ناسته هم بحثونه کړې دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشر جوزیف بوریل پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ترکیه کې پر جوړېدونکې ناسته مثبت بحثونه کړي دي.

هغه لیکلي چې اروپایي هېوادونه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ګڼ شمېر سرتېري لري او دغه ټولنه هیله لري چې افغانستان ژر تر ژره سولې ته ورسېږي او دوی په دې برخه کې له افغانانو سره ګډ کار کوي.

نوموړی په داسې حال کې له ترکي چارواکو سره خبرې کوي چې افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره ګڼې طرحې وړاندې شوې دي خو کومه څرګنده پایله یې نه ده لرلې.

تېره ورځ ځینو افغان چارواکو هم خبر وکړ چې ولسمشز اشرف غني هم د سولې لپاره یوه طرحه امریکایي چارواکو ته سپارلې او د وخت مخکې انتخابات هم پکې وړاندیز شوي دي.

د یادونې وړ ده چې ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې په ترکیه کې پر همدې تړاو ناسته جوړه شي او ډېری کارپوهانو دا ناسته سرنوشت ټاکونکې بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب