جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد لېبیا سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۶۰ تنه مړه...

د لېبیا سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۶۰ تنه مړه شوي

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۴) په لیبیا کې د مرستې رسوونې یو سازمان ویلي، چې د دغه هېواد سواحلو ته څېرمه د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۶۰ تنه مړه شوي دي.

د دغه سازمان په وینا په ډوبه شوې کښتۍ کې تر سل ډېر کسان سپاره وو.

سرچینه زیاتوي چې کښتۍ د ډېر وزن په خاطر د ماشین تر ګرمېدو وروسته اور اخیستی او ډوبه شوې ده.

د سرچینې په حواله په دې پېښه کې د ډوب شویو کسانو له ډلې تر اوسه د یوه کس جسد هم نه دی موندل شوی.

یاد سازمان ویلي چې دوی د ډوبې شوې کښتۍ د سپرلیو اضطراري تماسونه تر لاسه کړي وو، چې وروسته یې مرستندویه ډلې سیمې ته واستولې.

په لیبیا کې د مرستې رسوونې سازمان وايي تر اوسه پورې یې د ژغورنې عملیاتو هیڅ پایله نه ده ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...