جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو په کندهار کې د موټربم په واسطه یو غټ پل...

چارواکي: طالبانو په کندهار کې د موټربم په واسطه یو غټ پل الوزولی

تاند (چهارشنبه د حمل ۴) د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ سیمه کې د موټربم په واسطه یو غټ پل الوزولی دی.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي، دغه پل نن غرمه مهال الوزول شوی او د پل ځینې برخې له منځه تللې دي.

د ښاغلي بارکزي په خبره دې پل د ارغنداب ولسوالۍ له کندهار ښار سره وصلوله او د سیمې د خلکو عمومي لاره وه.

د مسؤلینو په خبره چې طالبانو ددې پل یوه برخه پخوا الوزولې وه او خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

طالبانو تازه په دې هکله څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې د ټولګټو پروژو د ورانولو خبرونه رد کړي او ان د دغسې پروژو او کارونو د ملاتړ او ساتنې خبره یې کړې ده.

3 COMMENTS

  1. دا د پنجاب مریان نور څه کولی سی؟ خپل وطن ورانول د ملی خاینانو او خرڅ شوی بیغیرتانو کار دی

  2. بخښنه دی وي. دا حمارتیان دی څه توقع ترې کېدای شي. اوس پرې را اوښتي یو، لاره هم ترې نشو بدلولی.

  3. له همدې کبله دوی له انتخاباتو ډاریږي . دوی پوهیږي چې حمارتیانو ته څوک رایه نه ورکوي ، ورانولو ، وژلو او خرمرګیو ته یې زور ورکړی . الله ج د دا د پنجاب او آخندانو خره په خپل مرګ مردار کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب