جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+محمد اعظم سیستاني ته د میر مسجدي خان مډال اعطا

محمد اعظم سیستاني ته د میر مسجدي خان مډال اعطا

پوهندوی آصف بهاند

د افغانستان علمي ــ فرهنگي شخصیت اکادمسین کاندید محمد اعظم سیستاني ته د افغانستان دولت د ده د ترسره کړو فرهنگي خدمتونو په پار د میرمسجدي خان مډال منظور کړی دی. استاد سیستاني ته، د علم پلویانو او لارویانو ته دې مبارک وي.

د وطن خدمتگاران داسې دي لکه تر ایرو لاندې لالونه، یو ورځ نه یوه ورځ هغه چا ته په مخه ورځې او په لاس ورځي چې په قدر یې پوهېـږي. قلموالو فرهنگیانو ته که څوک پام کوي که نه، که یې څوک نازوي که نه؛ هغوی خپل کار کوي، خپل فرهنگي پرودکشن ته دوام ورکوي او له خلکو او وطن سره د مینې د اصولو له مخې یې له ټولو خلکو سره شریکوي. په دې فرهنگیانو او قلموالو کې یو هم اکادمیسین کاندید محمد اعظم سیستانی دی.

که یې په لنډ ډول پېژندنه وړاندې کړو داسې به وي:

د انسایکلو پیدیا د معلوماتو له مخې استاد سیستانی په ۱۳۱۷ ام کال په پیل کې (مارچ ۱۹۳۸) د افغانستان د نیمروز ولایت په یوه لرې پراته کلي کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زدکړې: په نیمروز کې،

منځنۍ زدکړې: ابن سینا،

بیا دارالمعلمین،

او بیا د کابل پو هنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی.

د استاد سیستاني په ژوند لیک کې راغلي اسناد ښيي چې دي په ۱۳۴۶ ام کال کې، د کابل په نادریه لیسه کې د ښوونکي په توگه د وطن د اولادونو په روزلو بوخت شو. سیستاني د خپلو رسمي کارونو په لړ کې ځینې اداري پوستونو کې هم کار کړی دی لکه: په نیمروز کې د ابوداودسجستانی د لیسې مدیر، د نیمروز ولایت د معارف مرستیال، د لایت د مقام مرستیال، د افغانستان د علومو اکادیمۍ د ټولنیزو علومو د مرکز ریٔس او… خو سیستانی په حقیت کې څه عملاً او څه د خپلو مقالو، کتابونو او لکچرونو له لارې تل د یو ریښتیني ښونکي په توگه خپله دنده ترسره کړې ده او اوس هم دی یو ښونکی دی او د میډیا د بېلابېلو برخو له لارې د خپلو اثارو په وړاندې کولو سره د یوه کامیاب ښوونکي دنده ترسره کوي.

په ۱۳۵۸ ام کال کې د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د ټولنیزو علومو په تاریخ انستیتوت کې د کار په پیل کولو سره د ده په علمي ژوند کې یو نوی او ټاکونکی پړاو پیل شو او د خپلو علمي کارونو د همدې لړۍ په ترڅ کې وتوانیده چې د گڼو علمي تاریخي اثارو په لیکلو سره د سرمحقق علمي رتبه هم تر لاسه کړي او د دې تر څنگ د خپل علمي دریځ او د حساب وړ اثارو په لیکلو او وړاندې کولو سره د اکادمیسین کاندید علمي درجې مستحق هم وگڼل شي.

سیستاني د خپل علمي سفر په اوږدو کې دومره کار کړی دی چې د توقع او اټکل نه هم لوړ دی او په دې ډول یې د خپلو خلکو او وطن په مقابل کې د خدمت داسې بېلگې وړاندې کړې دي چې نه یوازې د دې نسل له پاره، بلکې د نورو نسلونو له پاره به هم  نه یوازې د استفادې وړ وي، بلکې د سرمشق په ډول به هم کارول کېـږي.

په ۱۳۷۱ کې کله چې په وطن کې د ټوپک شپیلۍ په غږېدو شوه د چور تالان ډولونونه وغږول شول، سیستانی هم لکه ډیری وطنوال د کور، کلي او وطن پرېښودلو ته اړوت او د اوږدو واټونونو مزل وروسته په سویدن هېواد کې تم او میشت شو.

سیستاني د خپل علمي فرهنگي ژوند په اوږدو کې گڼشمېر مقالې او اثار لیکلي دي چې یوازې په افغان جرمن پورتال کې یې د دې کرښو (۲۳/۰۳/۲۰۲۱) ترلیکلو پورې د انلاین مطالبو شمېر ۷۶۵ ته رسېـږي چې په دې ډله کې څلورپنځوس عنوانه کتابونه په انلاین بڼه موجود دي چې هر کتاب د ځانگړو علمي موادو په لرلو سره د افغانستان، سیمې او نړۍ د تاریخ او ټولنیزو اړیکو په روښانلو کې د ځانگړي دریځ او رول درلودونکي دي.

سیستانی د دغو اثارو په لیکلو سره او له پیل نه تر نن پورې په خپل علمي دریځ باندې په ټینگه د دریدو په خاطر، د دوامداره علمي مطالعې او پرلپسې لیکنو سره؛ نه یوازې د ده مقالې او کتابونه د معتبرو ماخذونو حیثیت لري، بلکې دی په خپله اوس په یوه ژوندي ماخذ باندې بدل شوی دی.

سیستاني صاحب ته د افغانستان دولت د ده د ترسره کړو فرهنگي خدمتونو په پار د میرمسجدي خان مډال منظور کړی دی. د افغانستان د جمهور ریٔس د فرمان متن دا دی:

د دولت او هغو افرادو کور دې ودان وي چې د استاد سیستاني د فرهنگي کارونو د قدردانۍ په پار یې دا مډال ورته منظور کړی دی، خو دا هم باید وویل شي د استاد سیستاني کارونه د ډېرو مډالونو ارزښت لري او د لا نازولو مستحق دی.

استاد سیستانی د افغانستان په معاصر فرهنگي بهیر کې تل د ملي گټو او ریښتیني تاریخ ننگه کړې ده او په دې لار کې یې د خپلو بیسارو هلو ځلو په پایله کې، ځانته یو ځانگړي ځای او دریځ گټلی دی چې اوس د ټولنې د هر قشر وگړي د ده د اثارو او افکارو په ارزښت باندې پوهېـږي. د اوسني ځوان نسل دغو دوو نظرونو ته پام وکړئ:

محمود مرهون:

#«کاندید اکا‌‌‌‌‌‌ډمیسن محمد اعظم سیستاني ته باید

نور د اکا‌‌‌‌‌‌ډمیسنۍ رتبه ورکړل سي

د افغانستان په تاریخ کي بل هیچا د ده په اندازه د کمیت اوکیفیت له اړخه دونه کار نه دئ کړئ حکومت تازه هغه ته عالي دولتي م‌‌‌‌‌‌ډال ورکړئ مګر تر دې م‌‌‌‌‌‌ډال زیات هغه د اکا‌‌‌‌‌‌ډمیسنۍ وړتیا لري.

دا ږغ بدرګه کړئ چي ښاغلي سیستاني ته اکا‌‌‌‌‌‌ډمیسني ورکول سي که څه هم چي ښاغلي سیستاني د اکا‌‌‌‌‌‌ډمیسنۍ ټولي اړتیاوي پوره کړي او تر لوړ هم دئ.»

اسحق شهباز:

«عالم فرهیخته، مورخ برجسته و افتخار سیستان زمین، استاد محمد اعظم سیستانی، شما لایق بهترین ها هستید.

مدال افتخارآمیز میر مسجدی خان را به استاد گرانقدر تبریک عرض میکنم.

عالم نستوه و استاد فرزانه جناب سیستانی صاحب، در طول عمر پربار خویش خدمات شایان را به علم و فرهنگ کشور، خاصتا در حوزه ای تاریخ و بطور خاص تاریخ سیستان نموده اند و از این بابت مردم افغانستان و بطورخاص جامعه روشنفکری، مدیون خدمات ارزنده ایشان هستند.

بنده به نوبه خود، این افتخار بزرگ را به جناب استاد و کافه مردم افغانستان، خاصتا مردم ولایت نیمروز تبریک و تهنیت عرض می کنم.»

دا باید ټولو ته ثابته شوې وي چې سیستانی یو ښونکی و، ښونکی دی او د ژوند تر پایه به ښونکی پاتې وي او دا هم په عمل کې لیدل کېږي چې سیستاني د یو ریښتیني ښونکي په توگه خپله دنده هغسې چې ښايي؛ ترسره کړې ده یعنې د وطن د اولاد او نوي نسل په روزلو کې یې شپه ورځ یوه کړې ده، لیکنې کوي او داسې په موقع خپلې علمي څېړنې او لیکنې خلکو، ټولنې، علمي کړیو او ځوانانو ته وړاندې کوي، چې هر وکړی اړتیا ورته لري. تر ټولو غوره بېلگې یې همدغه د

«سرگذشت سیستان و رود هیرمند»

«بـنـد کمال خان و اهمیت اجتماعی واقتصادی آن»

 کتابونه دي په چې په افغانستان کې د اوبو مدیریت د لاگړندي کولو په موخه یې ولیکل او په داسې وخت کې کتاب د ټولو خلکو په واک کې ورکړل شو چې هر څوک اړتیا ورته لرې او لوستلو ته یې لېوال دي.

همدا څو ورځې مخکې د اوبو د مدیرت د گټو په برخه کې ما خپل یاداشتونه څه نوي او څه پخواني یو ځل بیا خپاره کړل. د هغو یاداشتونو په یوه برخه کې داسې راغلي دي:

«څه د پاسه دوه نیم کاله مخکې مې خپل یو شعر (اوبه مې اور شوې راته) انشا کړی او خپور کړی و، هغه وخت هم زموږ گاونډیانو لکه تل، زموږ اوبو ته سترگې نیولې وې، خو د اوبو خاوندانو ته به یې په ډېره ټیټه سترگه کتل، عام اولس هم د خپلې دې شتمنۍ (اوبو) په ارزښت دومره نه پوهېدل؛ خو په ډېره لنډه موده کې د ځینو سیاسونو مثبتو کارنانو او په څنگ کې یې چیز فهمه قلموالو د خپلو اوبو د مدیریت له پاره دومره کار وکړ چې په تصور کې هم نه ځایـږي، اوبه یې راخپلې کړې او تر ټولو مهمه دا چې د همدې هلوځلو او مبارزو په ترڅ کې عام اولس هم د اوبو په ارزښت پوه کړای شو…»

د هغو قلموالو په ډله کې چې د اوبو د ارزښت، تاریخي څرنگوالي او د اوبو د مدیریت او راخپلولو په برخه کې یې د قدر وړ لیکنې کړي دي یو هم اکادمسین کاندید محمد اعظم سیستانی دی. سیستاني په دې برخه کې گڼې د حساب وړ علمي مقالې او په ځانگړي ډول دوه کتابونه لیکلي دي.

د دې قلموالو د پرلپسې هلو ځلو پایله وه چې د اوبو سم مدیریت پیل شو او اوس، یو نه بلکې څو د اوبو بندونه د گټې اخستلو له پاره چمتو دي او ټول وطن او عام اولس ته یې گټه داسې ده چې: د افغانستان ډیری سیمې به هم له سیلاوونو خلاصې شي، هم به د سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي، هم به د غلو او میوو گدامونه ډک شي او هم به د برېښنا په تولید کې اغېزمن رول ولري.

همدا څو ورځې وړاندې یې یو کتاب (سرگذشت سیستان و رود هیرمند) د اوبو د مهموالي او مدیریت په پار، د افغانستان د علومو اکادیمۍ له لوري چاپ شو. د افغانستان د علومو اکادیمۍ له لوري په خپاره شوي یادداشت کې داسې راغلي دي:

«به مناسبت افتتاح بند کمال خان؛

کتاب «سرگذشت سیستان و رود هيرمند (از ۱۷۴۷- ۲۰۲۱م)» به زیور چاپ آراسته گردید این اثر توسط کاندید اکادمیسین محمد اعظم سیستانی به رشته تحریر درآمده است که چاپ دوم آن با تجديد نظر و افزایش از سوی نویسنده محترم به مناسبت افتتاح بند کمالخان در نیمروز، از سوی ریاست اطلاعات و ارتباط عامه اکادمی علوم در (۱۰+ ۴۷۶= ۴۸۶) صفحه جدیداً به چاپ رسیده است.

معرفی مختصر کتاب:

در فصل اول موضوع سيستان از عهد احمدشاه درانی تا سقوط رئیس جمهور داودخان (۱۷۴۷- ۱۹۷۸م)، در فصل دوم داستان حکمیت انگلیس در سیستان، در فصل سوم سیستان از نظر عمال سیاسی انگلیس در قرن 19، در فصل چهارم حکمیت مکماهون در سیستان، در فصل پنجم مذاکرات سالهای ۱۳۱۵ – ۱۳۱۸ ش، در فصل ششم راپور کمیسیون بیطرف دلتای هیرمند، در فصل هفتم اختلاف نظر بر ارزش راپور کمیسیون بیطرف و مذاکرات دو جانبه در این زمینه، در فصل هشتم آمادگی مذاکرات مستقیم و تهیه متن مورد موافقت جانبین(۱۳۴۵-۱۳۵۱ش)، در فصل نهم عکس العمل محافل سیاسی در بارۀ معاهده آب هیرمند، در فصل دهم پایه های حقوقی معضلۀ آب رودخانه هلمند، در فصل یازدهم داود خان و اعمار بندهای آب در حوزۀ جنوب غرب کشور و در فصل دوازدهم بحران بی ثباتی در افغانستان و استفاده ایران و پاکستان از این بحران مورد بحث قرار گرفته است…»

سیستاني د علومو اکادیمۍ نه د کتاب د چاپ په پار داسې مننه کړې ده:

«از ریاست اکادمی علوم افغانستان بخاطر چاپ مجدد این اثرتاریخی در یک مناسبت بجا وشادی آفرین یعنی افتتاح بند کمال حان اظهار سپاسگزاری مینمایم. امیدوارم این اثر برای آنانی که با سوابق رودهیلمند وطرز استفاده از آن در دلتای آن علاقمندی دارند سودمند واقع گردد.»

خو په کامنټ کې یو بل سپینږیری (Zmarai Kassi) چې د موضوع په ارزشت په ښه وجه پوه دی داسې وړاندیز کړی دی:

«ضرورت مبرم جامعهٔ افغانستان است که همه کتب تألیف شدهٔ استاد معظم سیستانی صاحب را باید جزء کتب درسی معارف افغانستان سازندتا از ابتدا مردم آیندهء این سر زمین به ارزش های واقعی جامعه‌ٔ خویش پی ببرند و کدر های علمی و تحقیقی ممنون زحمات شباروزی استاد معظم سیستانی صاحب باشند که ایشان افتخار جامعهء افغانستان اند.»

زه له همدې موقع نه په استفادې سره لړمړي د استاد اکادمسین کاندید محمد اعظم سیتاني د ټولو علمي بریاوو په پار او د افغانستان د جمهوري ریاست له لوري د ده د فرهنگي کارونو د قدردانۍ په خاطر د میرمسجدي خان د مډال د منظورولو په پار، د ځان او خپلې کورنۍ له خوا خپلې مبارکیانې وړاندې کوم او د ښې روغتیا، اوږده عمر تر څنگ د نورو علمي بریاوو هیله ورته کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب