سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهتېرو دوو کلونو کې پر کمال خان بند بریدونه؛ ۳۹ امنیتي ساتونکو...

تېرو دوو کلونو کې پر کمال خان بند بریدونه؛ ۳۹ امنیتي ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (چهارشنبه د حمل ۴) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو کلونو کې پر کمال خان بند ۳۵ ترهګریزبریدونه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن چهارشنبه پر خپل ټویټر لیکلي، د دغو بریدونو له کبله ۳۹ امنیتي ساتونکي وژل شوي یا ټپيان شوي او ۲۸ نور د طالبانو له خوا بندیان شوي دي.

د ارین په خبره، په دې بند ۹۸ بریدونه شنډ شوي او دغه راز هغه څلور ماینونه هم کشف شوي چې د بند شاوخوا ځای پر ځای شوي وو.

طالبانو تر اوسه په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې نن د ولسمشر غني له لوري په رسمي توګه د کمال خان بند پرانیستل شو.

ښاغلي غني د کمال خان بند له پرانیستلو وروسته په نیمروز کې یوې ولسي غونډې ته په خبرو کې وویل چې نور ګاونډي هېواد ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او په خبره یې د تېلو یا نورو توکو په بدل کې یې پرې خرڅوي.

نوموړي وویل، اوس تر پخوا د اوبو مدیریت ته ښه زمېنه برابره شوې ده او په وینا یې چې د افغانستان ټولې اوبه به مهار کړل شي.

ولسمشر زیاته کړه چې طالبانو تېر کال د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت تاسیسات وران کړي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی په جګړه کې مالي زیان نه ‌دی اړولی، بلکې د حکومت د ننه فساد د دې لامل شوی چې ملیونونه ډالر حیف ‌ومیل شي.

کمال خان بند د نیمروز په چهار بورجک ولسوالۍ کې پروت دی چې له مرکز زرنج څخه شاوخوا شل کیلو متره واټن لري.

دا بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زېرمه کولو او د یولک او ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او تر څنګ یې نهه میګاواټه بریښنا تولیدولای شي.

ولسمشر: نور ګاونډیانو ته وړیا اوبه نه شته، یا به پیسې راکوي یا تېل

1 COMMENT

  1. DEAR AFGHAN PRESIDENT ASHRAFGHANI;
    WHY YOUR MOUTH IS CLOSED ABOUT KUNER &KAMA DAME PROJECT.
    OUR VILLAGES IN NANGARHAR NEED TO ELECTRICITY.
    THOUSANDS OF PEOPLES NEED JOBS.THINK ABOUT KUNER RIVER SWEET AND CLEAN WATER
    RUNNNING TO PAKISTAN
    I HOPE TO OUR PEOPLES THINK AND ASK FOR KUNER RIVER DAME/PROJECT.
    THANK YOU
    RAZMOHAMMED KAMAWALL

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب