پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeروغتیاډېر خوب د زلمکو وزن کموي| جاويد اوربل

ډېر خوب د زلمکو وزن کموي| جاويد اوربل

لږ خوب كول خصوصا په هغو ځوانانو كې چې د دوى وزن زيات دى د چاغښت سره ارتباط لري. په دې اړه daily Rx News ليكلي چې عموما زلميان د لږ وخت له پاره خوب كوي چې دا كار يې د وزن سره هم تړلى دى.

په دې اړه وروستۍ څيړنې ښودلې ده چې همدا اوس د ډير وزن لرونكي يا هم چاغ زلميان د هغه وخت په نسبت ډير وزن اخلي چې دوى خوب نه كوي. څيړنې ثابته كړې چې هغه ځوانان چې دوى خوب كاوه نسبت د ويښې حالت ته يې لږ وضعيت خراب شوى يعنې وزن يې ډير نه دى اخستى. تحقيق كوونكي دا وړاندوينه كوي چې كه چيرې د زلميانو خوب د شپې له خوا لس ساعته شي نو د دوى وزن به ور سره كم شي.

دوى ويلي دي چې تنكي ځوانان هره شپه د لسو ساعتونو خوب ته اړتيا لري . دا څيړنه د پنسلوانيا پوهنتون د بيولوژيكي احصايې او اپيډمولوژي ډپارټمنټ له خوا تر سره شوې چې وزن او د خوب اندازه سره ارتباط لري كه څنګه؟ په څيړنې كې ۱۳۹۰ زده كوونكي چې له نهم څخه نيولې تر دوولسم ټولګې زده كوونكي وو، د دوى د خوب عادتونو او وخت په اړه ترې د اونۍ په ورځو كې مالومات را جمع شوي دي او دا كار د يوه كال په موده كې دوه ځله شوى دى ، يعنې دوى هرې شپږ مياشتې وروسته د يوې اونۍ له پاره دا نژدې څوارلس سوه زده كوونكي تر څيړنې لاندې نيولي دي.

په دې څيړنې كې محققانو د دې ځوانانو ورځنى فعاليت هم اندازه كړى چې دوى څومره فزيكي خوځښت درلود او د دوى د وجود BMI څنګه دى. BMI د انسان د وجود قد د وزن سره مقايسه كوي او دا معلوموي چې دوى د خپل عمر مطابق مناسب وزن لري كه يا او ورځنى مصرف او د انرژۍ ذخيره يې څومره ده.

په څيړنې كې روښانه شوې چې د هغو زلمانو BMI (د انسان د سالم وزن ضريب چې وزن پر قد مقايسه كوي او بيا يې د انرژۍ ضرورت ټاكي) زيات و چې دوى تر څوارلس كلنۍ او اتلس كلنۍ په منځ كې و او په هغو ځوانانو كې چې دوى د سلييز په نويمې درجې كې و. (سلييز: د يوه څخه نيولې بيا تر سلو پورې يو نمونه يې ويكټور وي او دا زلمكي د هغه وكټور د شمارو سره پرتله كيږي او بيا د دوى ځاى تعيينيږي چې د سليز پر كومې شمارې د دوى حساب جوړ دى يعنې دوى پر كومې شمارې برابر دي نو هغه يوه نومره ور كوي.)

څيړنې وښودله چې د لږ خوب كوونكي زلمكيانو BMI ډير لوړ و نسبت هغو چاغو يا د ډير وزن لرونكو ته چې دوى ډير خوب كاوه . محققانو موندلې دوى د هر ساعت خوب زياتولو سره ليدلي چې BMI كم شوى دى او دا كمښت د سلييز د نويمې درجې ځوانانو كې دوه چنده و نسبت هغه ته چې دوى د لسمې درجې سره د لسييز برابر و.

نو نتيجه دا را وځي چې هغه زلميان چې دوى د ډير وزن لرونكي دي دوى د ډير خوب سره ډيره فايده كولى شي او خپل وزن كمولى شي. محقيقينو دا هم ويلي دي چې كه چيرې په متوسط ډول زلميان خپل خوب د اوه نيم ساعته څخه لسو ته پورته كړي د شپې له خوا نو بيا به د تر څلور فيصده كم زلمكيان د ۲۵ فيصده زيات BMI ولري چې دا د وزن كمولو له پاره غوره كار دى.

محققانو دې څيړنې كې د غذايي رژيم خواته پام نه دى كړى بلكې پر دې يې فشار اچولى چې څنګه فزيكي فعاليت او د BMI تفاوت د لږ او زيات خوب سره څرګنديږي.

د دې څيړنې مخته وړونكي ډاكټر مېشيل daily Rx ته د دې امكان په اړه هم ويلي دي چې كه چيرې يو څوك لږ خوب ولري او د شپې له خوا ويښ پاته كيږي نو كوښښ دې نه كوي چې د شپې له خوا څه وخوري يعنې كله چې رڼا وي نو خوري دې يې او كله چې تياره وي نو خواړه دې نه خوري.

ميشيل دا هم ويلي دي چې په حيواناتو كې څيړنې دا ښودلې ده چې كله دوى په منظم وخت كې چې دوى بايد ويده وي نو دوى بيداره وي او ډوډۍ وخوري نسبت هغه حالت ته چې دوى په منظم ډول يعنې پر هغه وخت چې دوى بيداره وي او وخت يې هم ورته ټاكلى وي خواړه وخوري ، وزن يې ډيريږي. دى وايي چې دا مهمه نه ده چې يو څوك په يو ځل ډيره كالوري انرژي اخلي بلكې دا مهمه ده چې څه وخت يو څوك ډير انرژي لرونكي خواړه خوري.

د فلوريډا د ماشومانو د خوب د خدمتونو مسول ډاكټر ويليام كولر ويلي چې په دې څيړنه كې د پخوانيو څيړنو تر تاييد سربيره خاص مالومات هم ور كول شوي دي چې لږ خوب كول او د وزن ډيريدل په وړو ماشومانو او زلميانو كې سره ارتباط لري. كولر وايي چې د دې څيړنې دا وړانديز هم ډير ښه دى چې د ځوانانو له پاره دې د مكتب د شروع كيدو وخت په شا يوړل شي چې دوى وكولى شي اضافه خوب وكړلى شي او خپل وزن كم كړي.

منابع:

daily Rx News

National Cancer Institute

the National Institutes of Health

—————————-

دا لیکنه د ۲۰۱۳ کال د مې په ۲۲ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب