شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ایران د بهرنیو چارو وزارت د کمال خان بند په هکله...

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کمال خان بند په هکله وضاحت وړاندې کړ

تاند (پنجشنبه د حمل ۵) ایران د کمال خان بند د پرانیستلو په هکله ویلي چې د هلمند سیند معلوم حقوقي بنسټ لري او د ولسمشر محمد اشرف غني د هغو څرګندونو هرکلی یې کړی چې تېره ورځ یې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اوبو په برخه کې همکارۍ ډېرېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده پرون چهارشنبه په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل، ایران د هلمند په اوبو کې د ۱۳۵۱ کال د هوکړې له مخې خپل حق لري چې په وینا یې افغان حکومت ورته ژمن دی.

نوموړي وویل د ولسمشر غني ددې خبرې هرکلی کوي چې ګواکي له ایران سره د اوبو په برخه کې همکاریو ته تیار دي.

د افغانستان په لویدیځ ولایت نیمروز کې له  ایران سره ګډې پولې ته نږدې د کمال خان پرون چهارشنبه د ولسمشر اشرف غني له خوا رسما پرانستل شو.

افغان ولسمشر د کمال خان بند له پرانیستې وروسته په نیمرو کې یوې لویې ولسي غونډې ته په خبرو کې وویل چې له دې وروسته ایران ته وړیا اوبه نه ورکوي او په خبره یې دوی په ټول افغانستان کې د اوبو مدیریت ته ژمن دي او غواړي له دې لارې افغانستان ځان بسیاینې ته ورسوي.

ولسمشر: نور ګاونډیانو ته وړیا اوبه نه شته، یا به پیسې راکوي یا تېل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب