شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملي امنیت پر کابل پوهنتون د ډله ‌ییز برید د یوه بل...

ملي امنیت پر کابل پوهنتون د ډله ‌ییز برید د یوه بل طراح د نیول کېدو خبر ورکړ

تاند (پنجشنبه د حمل ۵) ملي امنیت وايي چې پر کابل پوهنتون د ډله‌ ییز برید یو طراح د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ونیول شو.

د ملي امنیت صفر دوه قطعې نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د حضرت علي په نوم یو شکمن کس چې په ابو سعید اعظم هم مشهور و، له دوو نورو شکمنو کسانو سره یوځای نیولی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي نیول شوي کس حضرت علي، پر کابل پوهنتون په ډله‌ ییز برید کې لاس درلود، د دې ترڅنګ ‌یې په عراق، سوریه او بلجیم کې د داعش ډلې له مشرانو او غړیو سره اړیکې لرلې او دغې افراطي ډلې ته ‌یې تبلیغات کول.

تر دې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم تیرکال د عقرب په میاشت کې پر کابل پوهنتون د برید د طراح د نیول کېدو خبر ورکړ.

ښاغلي صالح هغه مهال وویل چې نیول شوی کس عادل نومیږي چې د شرعیاتو پوهنځی یې درې کاله لوستی دی او د ثناوالله په نوم کس لخوا حقاني شبکې ته جذب شوی و.

له هغې وروسته د افغانستان سترې محکمې پر کابل پوهنتون د برید طراح محمدعادل په اعدام د محکومېدو خبر ورکړ او وې ویل چې نوموړی د تروریستي برید د طرحې او پلانولو په تور او د تروریستي فعالیتونو او اختطاف په تور په اعدام محکوم شوی دی.

د تېر کال کال د عقرب په دولسمه پر کابل پوهنتون په خونړۍ حمله کې ۱۸ تنه ووژل شول او له ۴۰ ډېر نور ټپیان شول.

د چارواکو په وینا چې په وژل شویو او ټپیانو کې د محصلانو ترڅنګ د پوهنتون کارکوونکي هم شامل وو.

دا د افغانستان د زده کړو په یوه مهم مرکز لومړنۍ خونړۍ حمله وه چې مسؤلیت یې داعش وسله والو ومانه، خو حکومت هغه برید د وسله ‌والو طالبانو کار بللی وو.

طالبانو بیا د وخت سره سم په دې برید کې لاس لرل رد کړل او ویلي یې دي چې دوی په عامه خلکو او عامه ځایونو بریدونه نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب