Homeخبرونهپکتیا کې یوې مور د زوی د مړینې د خبر اورېدو سره...

پکتیا کې یوې مور د زوی د مړینې د خبر اورېدو سره سم ساه ورکړې

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۵) په پکتیا ولایت کې پر یوې مور د زوی د مرګ د خبر له اورېدو وروسته د زړه حمله راغلې او مړه شوې ده.

د پکتیا امنیه قوماندان مل پاسوال نجیب الله وایي، محبوب الرحمن قادري تېره ورځ هغه مهال د ناپېژانده وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو کله، چې د واده مراسمو کې د ګډون لپاره صادق کلا سیمې ته تللی و.

امنیه قوماندان زیاتوي، محبوب الرحمن قادري له دې وړاندې د امنیتي ځواکونو لیکو کې دنده ترسره هم ترسره کړې وه.

نوموړی وایي د هغه د مرګ د خبر په اوریدو سره یې پر مور د زړه حمله راغلې او مړه شوې ده.

ځايي خلک وایي دا ډېر دردوونکی حالت وو، چې د زوی د خبر سره سم یې مور مړه شوه.

دوی وايي که څه هم دوی د محبوب الرحمن مور د زړه د حملې سره سم روغتون ته ورسوله خو روغتون ته تر رسېدو وړاندې یې ساه ورکړې وه.

عام خلک د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي، چې نور دې بې ګناه افغانان نه وژني او نه دې افغانې میندې ځوروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...