شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د اونۍ جالب خبرونه!

د اونۍ جالب خبرونه!

تاند ( پنج شنبه، د حمل ۵)

د خسر فرمایش ؛ ناوې پسې چورلکه راوله

د ازاد کشمیر په کوټلي سیمه کې د یوه واده پر مهال زوم د خسر کره ناوې پسې په هالیکوپټر یا چورلکه کې تللی او ناوې یې خپل کور ته په چورلکه کې وړې ده.

راپورونه وایي، یاد زوم ته یې خسر فرمایش ورکړی وو چې ناوې به په چورلکه کې وړي.

په داسې حال کې چې په غریزو سیمو کې د چورلکې چلول خورا سخت وي؛ خو بیا هم زوم کومه ویره ونکړه او خپله یې ناوې ځان سره چورلکه کې یوړه.

دوه فوټه ناوې او شاه

د پاکستان په ګجرات نواحي کلي کې یوې جوړې چې د واده زلمی یې ۲ فټه او ۸ انچه او ناوې یې ۲ فټه او ۷ انچه قد لرلو خپلو کې واده وکړ.

اوس د دوی دواړو د کورنیو خلک په دې ډیر خوښ دي؛ ځکه وېره یې درلوده چې ګواکې بچې یې بې واده پاتې نه شي او تل به یې دغه فکر کوه چې داسې څوک به پیدا کړي چې د دوی د ژوند ملګري شي.

راپورنه زیاتوي، د واده زلمی او ناوې په دې ډير خوښ و چې د خپل قد په اندازه یې جوړه برابره شوه او ژوند به یې د خوښیو ډک تیر شي.

کمال خان بند خپلې نيا ته نه جوړوم، تاسې ته يې جوړوم

ولسمشر غني د کمال خان بند له پرانيستې وروسته په خپله وېنا کې وويل، چې زه کمال خان بند د خپل ځان يا د خپلې نيا لپاره نه جوړوم، بلکې ستاسې لپاره يې جوړوم.

ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم وويل، چې اوازې راځي، کاغذونه او کيسې به راځي، خو افغانستان به لکه ونه مستقيم په خپل مکان وي.

نوموړي وويل، چې اوس راباندې نه څوک ډوډۍ تړلى شي او نه هم راباندې څوک اوبه تړلى شي، هر څه زموږ په خپل لاس کې دي او په منطقه کې به د پرمختګ پر لور ځو.

د سیند زرغونې اوبو ته حیرانتیا

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې کله چې د شیکاګو اوسیدونکي سهار له خوبه راویښ شول  دوی په سیند کې زرغونې اوبه ولیدلې او سخت ورته حیران شول.

د معلوماتو له مخې د شیکاګو سیند د اوبو رنګ هر کال د مارچ په ۱۷ مه نېټه بدلیږي مګر داځل یوازې د مارچ په ۱۴ مه نېټه دا صحنه ولیدل شوه.

دغه کلتوري دود له ۱۹۶۲ کال راهیسې په شیکاګو کې نمانځل کیږي.

پر بیزوګانو او مارغانو قرنطین

راپورونه وایي، په چک سلواکیه هېواد کې د انسانانو سربېره پر بېزوګانو او مارغانو هم دې هېواد قرنطین وضع کړی او نه شي کولی له یوه بل سره نږدې و اوسي.

د قرنطین پر مهال ډیری خلکو انلاین سیسټمونو ته مخه کړه او د زده کړو درسونو ویلو تر څنګ به یې له خپلو خپلوانو سره هم د انټرنټ له لارې انلاین خبرې کولې.

خو د چک سلواکیه هیواد بیا د بیزو ګانو لپاره هم انلاین لیدنې برابرې کړې وې او نه پریښودل کیدل چې یو بل سره نژدې شي.

د سلواکیا رسنیو د معلوماتو له مخې، د یوه دولتي تفریح ځای کې د کورونا وبا مخنیوي لپاره ډیر اړینې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې وې چې پکې د مرغیو او بیزوګانو لپاره د فاصلې مراعت کولو لپاره انلاین لیدلو کتلو سیتم فعال شوی و.

د راپورونو په حواله، د دې لیدنو تر څنګ د ځینو تفریحي لوبو او حیواناتو جالبې صحنې هم برابرې شوې وې چې د فلم په څیر حیواناتو ته ښودل کېدې.

د معلوماتو له مخې، دا پروګرامونه د مرغانو او بیزوګانو لپاره د مارچ تر وروستیو په نظر کې نیول شوي، که چیرې د کورونا وبا علامې ختمې نشوې ښایي دوام هم وکړي.

خپل زړه په بیګ کې ګرځول

مېرمن سلوا حسین ۴۱ کلنه بریطانوې مسلمانه ده چې زړه په ټټر کې نه، بلکې بیګ کې د ځان سره ګرځوي.

راپورونه وایي، میرمن سلوا ۲۰۱۷ کال په خپل کور کې د زړه د حملې سره مخامخ شوې وه چې د حملې په وخت کور یواځې وه خو همت یې وکړ په خپل موټر کې یې دوه سوه متره نزدې خپل کورني ډاکټر ته ځان ورساوه، هغه عاجل روغتون ته رسولې ده.

روغتون کې ثابته شوه چی میرمن سلوا باندی د زړه حمله راغلی ده او زړه یې مکمل ختم شوی دی، خو ډاکټرانو ورته مصنوعي زړه لګولی او په همغه زړه ژوند کوي.

میرمن سلوا شپږ ساعته عملیات لاندې وه چې د پمپ په ذریعه حرکت کوونکی مصنوعي زړه ورته ولګول شو .

میرن سلوا ته پاور پلاسټیک جمپر (کورتې) آغوستل شوی ده او تل د ځان سره یو بیګ ګرځوي د همدې بیګ څخه دوه پایپونه جمپر ته پایپنګ کوي بیا دا جمپر ټول بدن ته د زړه غوندې وینه رسوي.

دا پمپ په بیټریو چلیږي، او بیټرې د موټر او د کور برق څخه چارچ آخلي.

د میرمن سلوا د نامه (ناف) سوري څخه دوه پایپونه د بدن داخل ته تللي دي چې ټول بدن ته وینه د زړه په شان پمپ کوي.

د معلوماتو له مخې، د بیګ داخل لګیدلی وسایل ۷ کیلوګرام وزن لري چې ۸۶ زره امریکایی ډالر یې قیمت دی .

ډاکټرانو ویلي، تر څو چې میرمن سلوا ته د زړه تحفه پیدا نشي په همدې پمپ به ګذاره کوي.

په ۲۳ ملیون ډالره خرڅ شوی انځور

د بریتانیا په کریستي لیلام کې یو انځو پرون (سې شنبه) په ۱۶ ملیونه او ۸ لکه پونډه (۲۳ ملیونه او ۲ لکه ډالر) وپلورل شو.

دا تور و سپین انځور، چې انځورګر یې نه دی څرګند، «د لوبې بدلوونکی» نومېږي او لومړی ځل په مې میاشت کې د کورونا وایرس د لومړۍ څپې په مهال د ساوت همپټن ښار د یوه روغتون پر دېوال ولیدل شو.

ویل کېږي چې دا انځور له کورونا وبا سره د مبارزې لپاره د طبي کارکوونکو د هلوځلو د ستاینې لپاره کښل شوی دی.

کریستي لیلام، چې دا اثر پکې وپلورل شو، ویلي چې د دې انځور د پلورلو له درکه ترلاسه شوې پیسې به د بریتانیا د د عامې روغتیا په چارو ولګول شي.

انځور د یوه ماشوم هلک دی چې د یوې نرسې له ماسک لرونکې ګوډۍ سره لوبه کوي.

د ګینز په کتاب کې نوی رېکارډ آلوبالو ثبت شو

د ګینز د نړیوالو ریکارډونو ادارې یو آلو بالو چې ۰.۹۳ اونس وزن یې درلود، د نړۍ ترټولو ډېر وزنی آلو بالو وګاڼه.

ویل کېږي چې دغه آلو بالو د ایټالیا د بولونا پوهنتون له یو زراعتي یا د کرنې له شرکت سالوي ویویي سره په ګډه د یوې تجربوي پروسې په ترڅ کې په یو باغ کې کرلی و.

د پوهنتون ادارې یا تجربه کوونکې ډلې د آلو بالو لپاره د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو له ادارې سره اړیکه نېولې. ویل کېږي چې دغه آلو بالو ۰.۹۳ اونس وزن لري او له دې د ۰.۸۴ اونس ریکارډ یې مات کړی.

فضا ته د نانځکې لېږل

د ماشومانو تر ټولو مشهوره نانځکه (باربي ډول) هم د ناسا د يو ځانګړي ټيم سره د فضا په سفر د تګ لپاره اماده شوې ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دا نانځکه (باربي ډول) د روسيې د يوازينۍ ستورمزلې څخه په اغېز جوړه او بازار ته وړاندې شوې ده.

دغه شرکت وايي، چې د نوې نانځکې، چې د ستورمزلې په بڼه کې ده، جوړولو هدف يې دا دى چې د ساينس، ټېکنالوژۍ، انجنيرينګ او څېړنو په برخه کې د نجونو ستاينه او ملاتړ وشي.

٣٦ کلنه انا کيکينا د روسيې لومړنۍ ښځينه ستورمزلې ده چې فضا ته سفر کوي، تر دې ٥٨ کاله مخکې ويلنټينا ټريشکووا لومړنۍ ښځينه وه چې فضا ته تللې وه.

د روسيې دا لومړنۍ ښځينه ستورمزلې به د راتلونکي کال په پاى کې فضا ته په سفر لاړه شي او له دې سره به دا مشهور نانځکه (باربي ډول) هم د فضا سفر وکړي.

ښايسته موټر سايکل چلوونکې نجلۍ نه هلک دی

د جاپان اوسېدونکې د يوې ښايسته موټر سايکل چلوونکې په اړه تازه دا راز افشا شوى دى، چې په اصل کې هغه نجلۍ نه بلکې ٥٠ کلن نارينه دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، دغه ښايسته موټر سايکل چلوونکې په ټولنيزو رسنيو کې ډېر تعقيبوونکي لرل، چې نه يوازې د هغې د ښايست، بلکې د هغې د موټر سايکل چلونې ستاينه هم خلکو ډېره کوله.

خو اوس د هغې په اړه ويل کېږي، چې پنځوس کلن نارينه د فېس ايپ، فوټوشاپ او ځينو نورو سافټوېرونو په مرسته تر ډېره پورې خلک په دوکه کې اچولي دي.

د دې خبرې راز تازه د انټرنېټ په يو پوسټ کې شوى دى، چې د دغه نجلۍ او همدا راز د نجلۍ هغه اصل عکس، چې هغه په اصل کې نارينه دى، هم ورسره خپور شوى دى.

دا نجلۍ يا سړى چې د يوساګاکو يوکي نوم يې ځانته ورکړى دى، په ټويټر کې له ٢٠ زرو څخه زيات تعقيبوونکي لري، چې د هغې عکسونه خوښوي او تبصرې هم پرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب