تاند【یکشنبه د حمل ـ وري ۳مه】افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان وروستیو نا امنیو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې د پاکستان پوځ له ناکامۍ سره مخ دی.
خلیلزاد زیاته کړې د پاکستاني پوځ ناکامي د دې لامل شوې چې، دوی خپل هېواد د تباهۍ په لور روان کړي.
خلیلزاد اندېښنه ښودلې، چې د پاکستان هېواد له جدي ناورین سره مخ دی او که حکومت بدلون رامنځته نه کړي؛ نو له بدو پایلو سره به مخ شي.
نوموړي پاکستاني حکومت او پوځ ته خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې یې د کړکېچ د مخنيوي لپاره ورسره وخت بېخي کم دی او باید سملاسي لاس په کار شي.
خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق پرون شنبه کابل ته راغلی دی.
نوموړي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه بللی او ژمنه یې کړې چې د سوداګرۍ او ترانزیټ سربېره به افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
همدار راز دې کتنه کې دواړو لوریو د مسایلو د حل په موخه د ګډو ناستو او د هیئتونو په تګ راتګ هم ټینګار کړی دی.
داسې ښکاري چې یو څه بدلونونه راروان دي. امید دی چې د افغانانو په ګټه او د افغان دوښمنو په زیان وي. ددې سړي راتګ د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی او امکان شته په شته رژیم کې د پاکستان پلوو اشخاصو تله کمزورې او تحول رامنځ ته کړي.
ای اس ای لا هم سیمه کې دپښ حیثیت لری «دپښ ګوډی» هغه وخت یا کله آور ته پکه وهی چې سپرغیو کې پټیږی. پاکستان ډیر ماهر دی !
ددې پټ اور مړه کیدلو ستراتیژی او تاکتیک دملا متقی له ظرفیت څخه څو برابره لوړدی.