Homeخبرونهافغانستان او پاکستان یو وار لیا د خپل‌منځي اړیکو پر پراخولو سلا...

افغانستان او پاکستان یو وار لیا د خپل‌منځي اړیکو پر پراخولو سلا وکړه

تاند (یکشنبه، د وري، حمل ۳ مه) پاکستان او د طالبانو حکومتونو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي او د دواړو ملتونو د ګډې ګټې لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، چې «په کابل کې مې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل. موږ له افغانستان سره د دوامداره تعامل او  د متقابلو ګټورو اړیکو ژمنه بیا تائید کړه.»

هغه زیاته کړه: “دواړو لوریو موافقه وکړه چې د جګپوړو چارواکو ترمنځ تعامل او خبرې اترې پراخې کړي، ترڅو دوه‌اړخیزې اړیکې نورې هم ټینګې شي.»

د پاکستان ځانګړي استازي، صادق خان، تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴مه کابل ته سفر کړی و. هماغه مهال پاکستان د افغانستان په پکتیکا ولایت کې بمباري وکړه چې لسګونه ملکي وګړي یې په لړ کې ووژل شول.

له امیرخان متقي سره د صادق خان د کتنې په اړه د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې دا ناسته “د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د دیپلوماتیکو همکاریو لوړولو، د سوداګرۍ او ترانزیت د همکارۍ پراخولو، او د دواړو هېوادونو د خلکو اړوندو مسایلو حل ته ځانګړې شوې وه.»

په وروستیو کې په تورخم کې د طالبانو له لوري د امنیتي تاسیساتو په اعتراض کې پاکستان د کابو لسو ورځو په مخه د تورخم دروازه وتړله چې له کبله یې د دواړو خواوو سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو تاوان واوښت.
د دواړو خواوو پوله ساتو څو ځلې په تورخم او شاوخوا کې یې نښتې هم وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...