جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پاکستاني پولیسو د ګزمې پر موټر وسله وال برید څلور پولیس...

د پاکستاني پولیسو د ګزمې پر موټر وسله وال برید څلور پولیس وژلي

تاند【یکشنبه د حمل ـ وري ۳مه】پاکستاني رسنۍ وایي، چې د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د پوليسو د ګزمې پر موټر وسله وال برید شوی.

پاکستاني رسنۍ زیاتوي چې په دې بريد کې څلور پوليس وژل شوي دي.

سرچینو بیا د ځايي پوليسو له قوله ويلي، چې پوليسو د یادې سیمې په غريب اباد کلي کې ګزمه کوله چې د ناپېژانده وسله والو له برید سره مخ شول.

دا برید داسې مهال کېږي، چې پرون شنبه د حمل ـ وري ۲مه د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په منګچر سیمه کې د وسله‌ والو په ډزو کې د اوبو رسونې څلور تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

پاکستان کې په دې وروستیو کې د نا امنیو پېښې په بېساري ډول زیاتې شوي دي.

دې پېښو د عامو خلکو ترڅنګ له حکومته هم لاره ورکه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...