جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان؛ ۱۴۰۳ کال افغانستان ته د صادراتو او وارداتو له پلوه غني...

طالبان؛ ۱۴۰۳ کال افغانستان ته د صادراتو او وارداتو له پلوه غني کال بولي

تاند【یکشنبه د حمل ـ وري ۳مه】د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۱۴۰۲ کال پرتله په ۱۴۰۳ کال کې د وارداتو او صادراتو کچه لوړه شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې دا چاره په هېواد کې د خلکو د پېرودنې د ځواک او ودې ښودنه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان صادرات ۱ ملیارد او ۷۸۵ ملیون ډالرو ته رسېدلي، چې د واردات کچه یې ۱۱ ملیارد او ۱۶۴ ملیون ډالر ته لوړه شوې ده.

د مالوماتو له مخې افغانستان زیاته برخه صادرات پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، ایران، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجکستان ته کړي دي.

د سرچینې په وینا په دغه کال کې افغانستان له ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، هند او مالیزیا واردات کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...