تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۳ مه) د «پارکر»، په نوم د لمر پلټونکې ستوربیړۍ (سفینه)، چې د بشر له خوا په جوړو شویو ستوربیړیو کې تر ټولو جټکه یوه ده، ټاکل شوې چې په دوهم ځل لمر ته نژدې شي. دا فضایي بېړۍ به د خپل درې پړاویز ماموریت په دوهم پړاو کې یو ځل بیا د لمر له سوځنده اتومسفیر څخه تېره شي.
پارکر په لومړي ځل د ۲۰۲۴ په دسمبر میاشت کې د یوه بېساري ریکارډ په ثبتولو سره تر ۶ میلیونه کیلومترو پورې لمر ته نژدې شو، چې تر اوسه پورې د بشر له لوري هیڅ بل شی لمر ته دومره نژدې لېږل شوی نه دی.
دا ستوربېړۍ د شنبې په ورځ (د مارچ ۲۲/ د وري ۲ مه) د ټاکل شوي پلان له مخې د لمر په لور روانه شوه، خو له ارتباطي ساحې څخه د وتلو له امله، د ماموریت ټیم به د سېشنبې تر ماښام پورې له دې فضایي بېړۍ څخه کوم معلومات نه شي ترلاسه کولی.
تمه ده چې پارکر د لمر تر ټولو له نژدې نقطې څخه په ساعت کې په ۶۹۰ زره کیلومتره سرعت سره تېره شي. دا فضایي بېړۍ په ۲۰۱۸ کال کې د لمر د مطالعې په موخه فضا ته وتوغول شوه، او له هغه وخت راهیسې یې څو ځله د لمر له خارجي اتومسفیر څخه تېره شوې ده.
ساینسپوهان هیله لري چې د پارکر له خوا راټول شوي معلومات به له دوی سره مرسته وکړي چې پوه شي ولې د لمر اتومسفیر د لمر د سطحې پرتله زرګونه چنده ګرم دی، او کوم عوامل د لمر بادونه رامنځته کوي.
لمري باد یو دوامداره جریان دی چې له چارج شوو ذراتو څخه جوړ دی او په خورا لوړ سرعت له لمر څخه فضا ته خپرېږي.