نن مي يوه ويډيو ولېده، د شهيد مفتي شاکر زوی، د خلکو په يوې غونډه کي وايې چي ((عدم تشدد دا مانا لري چي زه به ستا ښځه له کوره باسم او ته به بېرون راوځي او خپل ګرېوان به شلوې)). نو ځکه اړينه بولم چي د عدم تشدد په اړه لنډ بحث وکړو:
عدم تشدد يو نړۍ ليد دی چي د مارتين لوتر کينګ په آند ټولنه د تعرض څخه د محبوبيت پر لور بيايې، د ډيزمونډ توتو په آند متقابل احترام رامنځته کوي، د ګاندي په آند کُلي حقيقت ته د رسېدو په لاره کي زغم رامنځته کوي، د تورو په آند د انسان معنوي قدرت پياوړی کوي، د تيرزا مور په آند ټولنه د بېوزلۍ څخه خلاصوي او د منډيلا په آند د افرادو ترمنځ برابر فرصتونه رامنځته کوي، په ټوليز ډول عدم تشدد پر دوو برخو وېشلای سو، يو معنوي عدم تشدد دی او بل ستراتيژيک عدم تشدد دی، معنوي هغه دی چي د انسان فکري اصلاح رامنځته کړي او ستراتيژيک هغه دی چي د بنسټيز تشدد (Institutive Violence) په مقابل کي عقلاني مبارزه ده، په معنوي عدم تشدد کي فردي اصلاح رامنځته کېږي، فرد د ټولني د جوړښتونو واحد دی، کله چي فرد د خرافاتو، تبعيض، تعصب، جګړيز فکر او زور څخه را وګرځي، ټولنيز بنسټونه د معلول په بڼه اصلاح کېږي، نو ځکه فردي اصلاح او حقيقت ته رسول د عدم تشدد مهم عنصر دی، خو ددې تر څنګ د رياستي ظلم، جبر او زور پر وړاندي د نه تاوتريخوالي مبارزه بیا ستراتيژيک عدم تشدد دی، تر څو د جبر او ظلم مخه د نه تاوتريخوالي په مبارزې سره ونيول سي او هغه توپيرونه چي ددې جبر په وسيله رامنځته سوي دي، له منځه يوړل سي.
د ګاندي په آند انسان بايد په معنوي لحاظ ستر حقيقت ته ورسېږي، چي دی ورته ساتياګراها وايې، ياني حقيقت پالنه او ددې حقیقت لپاره د لاري ټاکلو ته اهيمسا Ahimsa وايې، دده په آند ستر حقيقت د طبيعت قانون دی چي يوه الله تعالی رامنځته کړی دی، حقيقت ته د رسېدو لپاره عشق په کار دی او د عشق لپاره زغم په کار دی، نو ځکه عدم تشدد د ټولني د لويو حقيقتونو په لټه کي دی چي هغوئ ته د رسېدو لپاره بايد عشق ولري او پدې لاره کي زغم اړين دی، نو کله چي يو انسان په معنوي لحاظ د عدم تشدد په فکر وي، زغم لري، دا زغم د هغه عشق لپاره کاروي چي ستر حقيقت ته يې رسوي، همدارنګه مارتين لوتر کينګ عشق پر درو ډولونو وېشلی دی، چي مهم ډول يې اګاپي Agape دی، د کينګ په آند اګاپي پدې مانا دی چي انسان د خير په لټه کي سي او تشدد مردود وګڼي، کله چي انسان د ځان سره پرېکړه وکړي چي ظلم، زور او جبر نه کوم، پر ځای يې خېر، لاسنيوی، همکاري او مرسته کوم، پدې حالت کي انسان د اګاپي عشق ته رسېدلی دی، د ډېزمونډ توتو په آند انسانيت د بل انسان د انسانيت سره تړاو لري، يې کله چي اړيکه دوه اړخېزه نسي، انسانيت نه رامنځته کېږي او پدې دوه اړخېزه اړيکه کي بايد د خېر تفکر موجود وي، کله چي متقابل احترام رامنځته سو او ددې تګلاري له مخي اړيکي رامنځته سوې، نو انسانيت مانا پيدا کوي. تورو چي نامتو امريکايې ليکوال دی او د ګاندي مبارزې ته يې الهام وبخښی، پدې باور دی چي د انسان معنوي قدرت بايد پياوړی سي، ياني انسان بايد عقلاني سي او په انتخابي ډول سره د نه تاوتريخوالي وسايل وکاروي.
نو ويلای سو چي عدم تشدد د ژوند طرز او د بهرنۍ نړۍ په اړه د انسان نړۍ ليد دی، کله چي دا طرز د خپلواکۍ د اخيستلو لپاره د بنسټيز تشدد په مقابل کي وکارول سي، پدې حالت کي ستراتيژيک عدم تشدد ګڼل کېږي، لکه ګاندي چي د هندوستان د خپلواکۍ لپاره وکاروی، خو که يوازي د معنوي اصلاح لپاره وکارول سي، بيا معنوي عدم تشدد دی، لکه باچا خان چي د پښتنو لپاره وکاروی. مهمه داده چي عدم تشدد د موجوده ناوړه حالت د بدلون لپاره مبارزه او لاره ده، پدې لاره کي د وسايلو مشروعيت په پام کي نيول سوی دی، دا مشروعيت د طبيعي قوانينو له مخي ټاکل سوی دی او انسان په فطري ډول ښه ګڼل سوی دی، نو ځکه وسايل بايد ښه وي، تر څو ښه پايله تر لاسه کړل سي.
عدم تشدد او مشروع دفاع توپير لري، کله چي انسان تر تعرض لاندي راځي دا استثنايې حالت دی او فردي متقابل عمل ته اړتيا لري، مشروع دفاع په ټولو قوانينو کي مشروع ګڼل سوېده، البته په عدم تشدد کي دا باور موجود دی چي دفاع هم بايد په حداکثر خير سره تمامه سي، نو ځکه عدم تشدد انسان نه بې ننګه کوي، بلکي د ننګ مشروع لاري ورته ښيئ، د مظلوميت څخه د انسان د وتلو لاري تعريفوي، چي انسان بايد داسي ووځي چي نورو ته زيان ونه رسوي، د بېلګي په توګه که یو انسان ځنګله ته ولاړ سي او زمری حمله ورباندي وکړي، عدم تشدد دا نه وايې چي ته لاسونه ورته پورته کړه يا ورته پرېوځه چي زمری دي وخوري، بلکي دا وايې؛ هڅه وکړه چي داسي دفاع وکړې چي خپل ځان بچ کړې او زمري ته هم زيان ونه رسېږي، که بيا هم نه کېدل، نو د ځان د بچولو لپاره هڅه وکړه، کله چي بچ سوې، بيا نو داسي مکوه چي د زمري په وژلو پسي وځغلې، بلکي کوښښ وکړه چي ددې خطر د مخنيوي لپاره خپله پوهه او د نورو پوهه زیاته کړه، چي بيا تکرار نسي. نو عدم تشدد او بې ننګي توپير لري، که د چا پر ښځه تېری کېږي، هغه بايد کوښښ وکړي چي خپله دفاع وکړي، که بيا هم نه کېدل او مظلوميت و، بيا به د ټولو هغو مشروع لارو څخه استفاده کوي چي خپل حق لاسته راوړي، کينګ پدې باور و چي تشدد په تشدد نه مسخه کېږي، بلکي په عدم تشدد له منځه ځي، نو ځکه اړينه ګڼل کېږي چي د عدم تشدد مبارزه داسي وپېژندل سي لکه څنګه چي ده، په پښتنو کي باچا خان د عدم تشدد مبارزه په اصولو کي راوړه، خو دا چي فرهنګ مو د تشدد څخه ډک و، په تاریخ کي مو متشدد کسان اتلان وه، نو ځکه موږ عدم تشدد په بې ننګۍ سره مانا کړ او دا مو د ځانونو لپاره عيب وګڼل.
استاد داوري صاحب ډیره مننه، د وخت سره سمه لیکنه او یادونه مو کړې ده، داسي تحلیلونه زموږ د پښتنو د مبارزینو لپاره هغه که لر وي او که بر وي، اړتیا ده، د عدم تشد اړوند مو ډیر لنډ، بامفهومه، او عین حال کی فلسفې ته ئې ښه تم سوي یاست، د داسي یوې لړۍ په هیله!
ډېره مننه حسن صاحب، پدې برخه کي پښتانه زيات کار ته اړتيا لري، تر څو چي زموږ د مبارزې تګلاري معلومي نسی، موږ هدف ته نسو رسېدلای، تعريفونه، مفاهيم، د پښتون د کيسې نوي کول او ځيني نور مسائيل په کار دي، نو که زموږ څېړونکي او پوهان پدې اړه څېړني وکړي، دا به ډېر ښه وي، ان شاالله زه هم په خپله هڅه کوم چي دا لړۍ جاري وی. مننه
سلامونه،
ورور فرهاد داوري صیب ، ډیرو ښو ټکو ته مو د بیلګو سره اشاره کړیده.
تورو، ګاندي،لوترکینګ، مادر تریزا، عبدالغفار خان ،ن.مڼدیلا ا.د.ن… پخپل وخت او ولس سره پخپلو چاپیریالو کښې ډیرې ګټورې مبارزې کړي دي او خان شهید هم له دې لارې غوښتل دبلوچستان پښتانه خپل حقه حقونه ترلاسه کړي مګر،قاتل،جابر او غاصب چارواکي هیڅکله په آسانه ، ولسسونو ته حق نه ورکوي او هر ډول تاوتریخوالو نه استفاده کوي؛ اوس ې ښه مثال پي ټي ایم دی . تر اوسه د منظور اوملګرو منطقي او حق روا غوښتنو ته آن د قومي جرګې په لیول ،پنجابي غاصب استبلشمڼټ یو ګام هم ندی پورته کړی؛ بالا ې د ایالتی ګوډاګیانو او ګلخاینانو !!! سره ؛ ځوانان بیګناه شهیدان کړل ؛ جیلونه ې له بیګناوو (د افغانانو کډوالو په شمول!)ډک کړي او لا غلطې پروپګڼډې او بهانې هم جوړوي؛
ځوانان ډیري احساساتی غږیږي او بل د پښتانه /افغان او بلوڅ وینه کې د ڼنګیالیتوب ټکی پټ دی خو د ضرورت وخت کې لکه،د انګریزانو سره ۴ جګړې؛ د روس او امریکا-نیټو سره…
د اسلام مبین دین هم اول د موعظه ت الحسنه او نرمش او حکمت له لارې انسانان دعوت کړیدي ،خو هر کله چې مشرکینو او کافرانو پر دوی حملې او جنګ کړی بیا یی د دفاع او جهاد امر ورته کړی ( وګورئ د رسول اکرم محمد ص. مبارک ژوند او سیرت النبی!!)
پښتو متل دی: مال له سر جار، سر له ناموس څخه ځار!
په ټوله انساني+اسلامي+پښتني افغاني مینه او ښو هیلو په نوي بهار پسرلي کې….
بروکسل/د مارچ ۲۳=د رمضان ۲۳= د وری یا حمل:۰۴/۱۴۰۴
ډېره مننه صافی صاحب، د پښتنو د اوسني حالت څېړنه په کار ده، د پاکستان د ايجاد څخه وروسته زموږ د اهدافو او وسايلو څېړنه اړينه ده، موږ پدې اويا کلن مزل کي خپلو موخو ته نه يو رسېدلي. پدې اړه بايد د عدم تشدد لړۍ را پيل سی، تر څو دپښتني ټولني د څېړني پر بنسټ وي، که چيري پدې وتوانېدم، په ځانګړي ډول دې مسائيلو ته په پاملرني سره ليکني کوم. مننه.
ښه ليکنه ده خو څو شيانو ته بايدهم پام وکړوچي پښتني ټولنيز جوړښت له هند جنوبي افريکا …….سره تو پير لري ايا زموږ پښتني ټولنيز جوړښت ته په لر افغاني خاوره کي د پښتنو د عدم تشدد خو څښتون دپاکستان له جوړښته را په د خو ا که وګورو دد خوځښت له بنسټ ګره خان بابا را په د خوا کومه موسبته نتيجه ورکړي ؟ ايا کوم داسي اوښتون يي د پښتنو په اظهانو کي را ژوندي کړی چي د پاکستان په قانون دوی کوم حقوق عدم تشدد غوښتونکو تر لاسه کړي وي؟
پښتانه بايد څومره قرباني لا نوره ورکړي ترڅو چي عادي اسلامي بشري حقوق ترلاسه کړي؟
د عدم تشدد لار ګوندونه اوس د ږخت په تيريدو د پاکستان له جاسوسانو ډکه شوي ښه مثال يي دا عوامي پاټي د کوټي او د پيښور ډلکي دي.
آی. سي ای اوس بل تکتيک د وژني شروع کړی چي دلرګي په ډانک د پښتنو مباريزين پټ د خپلو. پښتنو جاسوسانو په وااسطه تر هغو په سر سر وهي تر څو چي مړه شي او قاتل يي معلوم نه شي.
بلوچو خپله پريکړه کړي چي له زوره دد جابر له ظلمه نه خپل حقوق نهشي تر لاسه کولای داده موږ يي اورو چي نن ټوله نړي د بلوڅو بهذمبارزه خبر دي.
زموږ پښتانه د عدم تشدد په خوب کي داسي پراته دي چي حتا د نني ميډيا په دونيا کي څوک پري خبر هم نه دي.
ډېره مننه، زموږ د څېړونکو لپاره په کار ده، چي پدې برخه کي څېړني ترسره کړي، د محيطي عواملو، د مقاومتونو د ضريبونو، د دروني او بېروني اعتبارونو او د مبارزې په تګلاري، څېړني په کار دي. مننه
سلامونه
بلکل داکتر صافی . پښتانه په عدم تشدد ډیر ښاېسته بریښی داپه حقیقت دپښتنو ځانګړې کلیمه ده چې تاریخ ژوندۍ ساتلې.
دعدم تشدد له دسیپلین او ادابو څخه ګاندی، مندیلا، مادر تریسا او نورو ګټه پورته کړېده.