شنبه, اپریل 26, 2025
Home+نړيواله ټولنه د افغان نجونو پر وضعيت ولې خاموشه ده؟

نړيواله ټولنه د افغان نجونو پر وضعيت ولې خاموشه ده؟

د نوي کال هغه شپه او ورځ یو ځل بیا تېره شوې چې د نجونو د مکتب زنګ پکې ونه وهل شو او نه هم د انجونو لپاره د مکتبونو او پوهنتونونو د خلاصولو کوم خبر مو واورېد.

زموږ په انسانانو ژوند کې داسې ډېرې بدې او دردونکې پېښې کیږي چې موږ فکر کوو دا پېښې نه هېریدونکې دي او نه مو هېریږي او نه به زموږ د زړونو درد ښه شي، خو داسې نه ده. د وخت په تېرېدو هر څه ښه کیږي، د زړونو درد مو هم له منځه ځي ځکه چې وخت د هر درد درملنه ده.

خو اوس خبره په اصل کې بل ډول ده. اوس دلته وخت درملنه نشي کېدای. بیا هم خبره د افغان انجونو د زده کړو ده، خبره د افغان انجونو ښځو او ماشومانو غوښتنو ده. دا هغه څه دي چې وخت یې هم نه شي درملنه کولی، بلکې څومره زیات وخت چې تېریږي، هغومره زموږ دردونه او زغمونه زیاتېږي. کله چې د یو زغم درملنه ونشي، همداسې پرېښودل کیږي، نو هغه زغم په سرطان بدلیږي. سرطان هم په عامه اصطلاح چې د مرګ زېرۍ دی، د انسان د ژوند پای ټکی دی. اوس موږ هم خپل وجود کې زغم نه، زغمونه لرو، داسې زغمونه چې هېڅکله به یې وخت زموږ د زغمونو درملنه ونشي کولی، او دا زغمونه به د ډېرو هغو انجونو په زړونو کې وي چې په کور ناستې او د هېڅ کولو توانایي نلري، نه د خپل ځان، نه د خپلې کورنۍ، نه د خپل ملت او نه هم د خپل هېواد لپاره. دا نه توانایي او زغمونه به د ډېرو انجونو په سرطان بدل شوي وي چې پایله یې مرګ ده. مرګ سره صرف دغه انجونې له منځه نه ځي، کورنۍ یې، ملت یې، هېواد یې هم له منځه ځي.

نړيواله ټولنه او یونسکو په دې پوهیږي چې د افغانستان پر انجونو او ښځو خورا ډېر پابندۍ لګول شوي چې تر ټولو لومړي او مهم یې د متوسطه لېسې او لوړو زده کړو پابندي ده. آیا نړيواله ټولنه او یونسکو په دې هم پوهیږي چې افغان نجونې او ښځې چې شمېره یې تقريباً 20/19 ميلونه ده، او دا ټول د تدريجي مرګ سره مخ دي؟ او دا ټول د نړيوالې ټولنې او یونسکو پر وړاندې له منځه ځي.

آیا نړيواله ټولنه او یونسکو په دې پوهیږي چې یو هېواد د غوره آسیایي موقعیت په لرلو سره یو ځل بیا د ړنګېدو په حالت کې دی او ملت د سخت بحران او عذاب سره مخ دی، له داسې بحران او عذاب سره چې د جبران لپاره یې هېڅ کومه لاره چاره نه وي؟ د یو ملت ښځې او انجونې چې 20/19 میلونه نفوس تشکیلوي، مکتب ته د تګ او لوړو زده کړو اجازه نلري، چې انساني او هم یې ديني حق دي. د زده کړو پابندي یو عادي او وړه، نه هېریدونکې موضوع نه ده. که چېري وایی چې د افغان انجونو د زده کړو موضوع د چا نه ده هېره شوي، نو په دې صورت کې 1400 کال نه تر اوسه پورې ولې انجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې نه خلاصیږي؟ یا دا چې 1400 کال نه تر اوسه پورې د طرحې جوړولو لپاره وخت کم و؟

زه د افغاني ژبې په توګه د نړيوالې ټولنې او یونسکو غږ کوم چې چرته ده ستاسو هغه قوت، ستاسو هغه ځواک چې لرلی مو دی او ښودلی مو دی؟ چرته ده ستاسو هغه عمل چې باید افغان ماشومانو، انجونو او ښځو پر وړاندې مو ښکاره کړی وای؟

موږ اشرف المخلوقات یو، نو چرته ده زموږ هغه انساني حقوق او ارزښتونه چې باید لرلی مو وای؟ کله مې فکر کوي او وایم څنګه ممکن شو چې د مکتبونو او پوهنتونو دروازې انجونو پر وړاندې وتړل شي؟ او څنګه دې تړلو دروازو دومره دوام وکړ؟ د ځان انجونو او وطن لپاره ډارېږم.

موږ په کومو کلونو او کومې پیړۍ کې ژوند کوو؟ آیا موږ ژوندي یوو؟ ژوند کوو؟ یا که موږ په خوب ویده یو او دا هر څه یو خیال دی؟

شکیبا پکتین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...