Homeخبرونهفضل الرحمان: باید له افغانستان سره د پاکستان د حګړې پر خطر...

فضل الرحمان: باید له افغانستان سره د پاکستان د حګړې پر خطر ژور غور وشي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۳ مه) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، باید په دې ژور غور وشي چې ایا له افغانستان سره د جګړې واقعي خطر شته او که نه.

هغه له سما ټلویزیون سره په مرکه کې د ترهګرۍ د تاریخي شالید او د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د رول په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

سما تلویزیون د پاکستان پوځ ته نژدې رسنۍ ده.

هغه وویل: «ترهګرۍ یو تاریخي پس منظر لري، او د دولت تېروتنو پکې مهم رول لوبولی. پاکستان د افغان جګړې له امله له ۳۰ تر ۴۰ میلیونه کسانو ته پناه ورکړه، او موږ پاکستان د جګړې پر مهال د یوې اډې په توګه وکاراوه. دا جګړه ۱۴ کاله روانه وه، او کله چې امریکا د روسیې پر ضد د جهاد ملاتړ ته راغله، حکومت د خلکو په قانع کولو کې پاتې راغی چې دا یو واقعي جهاد و.»

نوموړي د جهاد په اړه وویل چې جهاد د قرآن حکم دی، خو ستراتیژیکه تګلاره پکې اړینه ده.

 د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر زیاته کړه چې نړیوال ځواکونه د اسلامي نړۍ جغرافیايي وېشونه پېژني او کار ترې اخلي.

مولانا فضل الرحمان ټینګار وکړ چې د توندلاريتوب د زیاتوالي پړه باید پر کوم خاص مذهبي ګوند وا نه چول شي. هغه وویل: «هغه کسان چې وسلې ته لاس کوي، د خپلو کړنو پړه هم په خپله لري، نه د هغوی پر مذهب.»

ده د ترهګرۍ په اړه خپل پخوانی دریځ تکرار کړ او ویې ویل: «زما موقف له تېرو ۱۰ تر ۱۵ کلونو کې بدل شوی نه‌دی. زه هغه کسان چې زما استاد یې وژلی، مجاهدین نه شم بللای.» نوموړي د افغان عالمانو هغه فتوا ته اشاره وکړه چې جهاد یې پای ته رسېدلی اعلان کړی و، او راتلونکې جګړه یې جګړه وبلله، نه جهاد.

مولانا فضل الرحمان د وروستیو سیاسي پرمختګونو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ګوند یې له نویو سیاسي تحرکاتو ځان لرې ساتلی.

هغه زیاته کړه: «موږ په لاهور کې د ټول‌ګوندیز کنفرانس (APC) پر مهال اعلان وکړ چې د موجوده نظام د دوام لپاره به خپله مبارزه جاري ساتو. موږ غواړو د خپل هېواد لپاره فکر وکړو او خبرې وکړو.»

نوموړي وویل چې د خپلې ګوند په استازیتوب افغانستان ته د سفر لپاره هم چمتو  دی.

هغه وویل چې د بهرنیو چارو له وزارت سره یې مشورې کړې وې او د افغانستان د سفر لپاره یې اجنډا تیاره کړې وه. «ما هلته یوه اوونۍ تېر کړه، او پر مختلفو موضوعاتو باندې مو بحث وکړ. موږ پخوا د امریکا ملاتړ کړی و، موږ هغوی ته اډې ورکړې، او د هغوی ضد جنګېدونکو ته مو هم پناه ورکړه. خو زه دا نه پوهېږم چې بیا ولې زموږ اړیکې له افغانستان سره خرابې شوې.»

مولانا فضل الرحمان له افغانستان سره د جګړې د امکان په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «دا باید وڅېړل شي چې ایا له افغانستان سره د جګړې خطر واقعاً شته او که نه. جګړه به نه د افغانستان، نه د پاکستان په ګټه وي. موږ د افغانستان د سولې لپاره یوې هر اړخیزه ستراتیژۍ ته اړتیا لرو، او واکمنان باید پر دې مسئله فکر وکړي او ټول سیاسي ګوندونه پکې شامل کړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...