Homeخبرونهد امریکا د عدلیې وزارت د سراج الدین حقاني نوم له تور...

د امریکا د عدلیې وزارت د سراج الدین حقاني نوم له تور لیسته وایست

تاند (شنبه، د وري/ حوت ۲ مه) د امریکا د عدلیې وزارت د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني نوم د متحدوایالتونو تر تعقیب لاندې کسانو له لست نڅخه وایست.

سراج الدین حقاني په تېرو نژدې څلورو کلونو کې چې طالبانو واک ترلاسه کړی، د نرم دریځ د خپلولو او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو د ملاتړ په خاطر نسبتاً ښع شهرت ترلاسه کړی دی.

د نوموړي پر سر د امریکا حکومت لوړه جایرزه ایښې وه خو د امریکا د عدلیې وزارت سرچینې وايي چې دوی د حقاني شبکې د مشر پر سر ټاکل شوی انعام هم لغوه کړی دی.

خو تراوسه دا لا څرګنده نه ده چې ایا د سراج الدین حقاني نوم د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې (ایف بي آی) له تور لیست څخه هم ایستل شوی او که نه دی.

د امریکا حکومت یا د عدلیې وزارت تراوسه پورې له خپل تور لیسته د جقاني د نوم د ایستلو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. اوس نو لدی تور لیست څخه ټول نومونه پاک شوی دی او یوازی خپله د امریکائیانو نوم لا پکی ځلیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...