Homeخبرونهتورخم دروازه نن د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

تورخم دروازه نن د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

تاند【شنبه د حمل ـ وي ۲مه】ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي چارواکي وايي، د تورخم دروازه نن شنبه د عامو خلکو او مسافرو پر مخ پرانېستل شوه.

سرچینه زیاتوي، چې یوازې ویزه لرونکي او عاجل ناروغانو ته په تورخم د اوښتو اجازه ورکول کېږي.

ټاکل شوې وه، چې دا لاره پرون جمعه د مسافرو د تګ راتګ لپاره خلاصه شي، خو د پاکستاني لوري تخنیکي ستونزو له امله یې پرانېستل وځنډول شول.

یاده لار د تېرې پنجشنبې په ورځ د ترانزیت پر مخ خلاصه کړای شوې وه.

تورخم دروازه د تېرې فبرورۍ له ۲۱ مې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د تاسیساتو جوړولو پر سر له شخړې سره سم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل وتړل شوه.

د معلوماتو له مخې هره ورځ سوداګرو ته ۱۵ ملیونه ډالر زیان اوښت.

د یادې دروازې پر سر دواړه لوریو پوله ساتو وسله والې نښتې هم وکړې چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

1 COMMENT

  1. که سم رسمي او د خلکو د خوښې حکومت وی اوس به یې بدیل پیدا کړی وی. خو طالب اشنا د ودونو، بهر کې د سرمایه ګذارۍ، لنډکروزرو او ورسره د شوګر مرض مبتلا کیدلو نه وزګار ندي. بیا خو دې دا دروازه دیمي بنده وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...