Homeخبرونهد اوبو نړیواله ورځ؛ ۳۳ملیونه افغانان د اوبو له کمښت سره مخ...

د اوبو نړیواله ورځ؛ ۳۳ملیونه افغانان د اوبو له کمښت سره مخ دي

تاند【شنبه د حمل ـ وري ۲مه】‏د مارچ ۲۲مه د اوبو نړیواله ورځ نومول شوې ده.

سور صلیب د دغې ورځې په مناسبت وايي، افغانستان کې ۳۳ میلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

یادې نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې افغانان د څښاک پاکو او کرنې لپاره کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.

سرچینې د څښاک او پخلي پاکو او کرنې لپاره کافي اوبو ته لاسرسی مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې د افغانانو پر روغتیا او اقتصادي پرمختګ اغېز کوي.

افغانستان کې د اوبو کمښت ستونزه داسې مهال بحراني یادېږي، چې په ګڼ شمېر ولایتونو او لویو ښارونو کې د اوبه کچه ټیټه شوې او خلک عملاً د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

په وروستیو کلونو کې اقليمي بدلون او په زیاته اندازه له ځمکو د دوامداره اوبه رایستل هېواد کې د پاکو او کرنې اوبو کمښت لامل ګڼل کېږي.

عام افغانان د پاکو اوبو او د کرنې لپاره اوبو ایستلو د معیاري سیستمونو برخه کې له نړیوالو سازمانونو د مرستې غوښتنه کوي، څو د اوبو کمښت ستونزه حل شي.

بل لورته بیا یو شمېر نور افغانان پر افغانستان حاکم نظامونه ګرموي او وایي، د دوی د بې پروایئ له امله افغانستان په شته اوبو کې د اوبو له کمښت سره مخ دی.

دنظرخاوندان وایي که د افغانستان سیندونه مهار او منظم اوبیزسیستم ته وکارول شي نو یاده ستونزه حل کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...