(۱۳۰۰— ۱۴۰۰)
درېیم څپرکی
لومړۍ برخه
محمد نادر خان(۱۸۸۳—۱۹۳۳)
علیاجناب د محمد نادرخان خور کېده چې د امیر حبیب الله ميرمن وه او د امیر دوه لوڼې صفیه چې په ثمره سراج یادېده او د امان الله خان سکنۍ خور کېده ،په لندن کې دمختاروزیرشاولیخان مېرمن وه.
د امیر حبیب الله بله لور « نور السراج» محمد هاشم خان ته پنوم شوې وه چې وروسته یبا د خپل کاکا زوی حسن جان يانې دعمر خان زوي ته واده شوه.
له امیر حبیب الله سره د سردار یحی خان د کورنۍ اړېکې هغه مهال ټینګې او تودې شوې چې امیر په ۱۹۰۱ کال کې د هغې بخښنې له مخې چې په ټولو هغو افغان مشرانو غږ وکړ چې دامیر عبد الرحمن خان د واکمنۍ په مهال بهرته لېږدېدلې وو، نوځکه محمد نادرخان او دده ټوله کورنۍ (د یحيی خان دری زامن سردار محمد یوسف خان، آصف خان او محمد اعظم خان) لکه د محمود طرزی ټبرپه څېر افغانستان ته را ستانه شول.
محمد نادرخان او محمود طرزی دواړه د لوړو زده کړو څښتن ول، ولې له بده مرغه چې دوی دواړود خپل منځني نا خوالو له امله ددربار اړوند روڼ آندي لوستي او دهغه وخت د پوهې څښتنان په دوه ډلو وويشل.
ګومان کېږي چې نادر خان به له هغه لمړنیو شېبونه په سرکې دپاچا هۍ نيشه درلوده، او یا د امان الله په وړاندې دده کینه هغه مهال ډېره شوه چې پاچا به دده په پرتله محمود طرزي ته ډېر واک او اختیار ورکاوه.
یا کېدی شي چې د محمد نادرخان نیت له هغې ورځې نه د امان الله په وړاندې اوښتي وي چې دی او وروڼه یې د خپل پلار د مرګ په تور د لنډ مهال لپا ره زنداني کړل.
بله خبره دا هم کېدلى شي چې نادر خان د خپلواکۍ په جګړه کې پخپل بري باندې ډېر ویاړ من او د دوه نورو جبهو په پرتله ده دومره ځان برلاسی ښوده چې دی به یې ځان ځانۍ ته هڅوه.
د محمود طرزی او محمد نادرخان اختلاف بهرنیو استخباراتي کړیو نه هم پټ نه و، په سرکې د بريتانوي هند استخبارات یادولی شو چې يو شمير اسناد یې د نندارتونو له لارې Exhibiation خپاره شويدي او یا په ارشیفونو کې خوندي دي… ما (ليکوال) پخپله يو شمير اسناد د لندن په نندارتون او د هند په ارشيپ کې له پامه تېر کړيدي.
د بېلګې په توګه چلمسفورد د مې په ۲۵ نېټې ۱۹۲۰ز کال کې د برتانیې ټولواک ته په ډاګه کړه چې په افغانستان کې یو دبل په وړاندې دوه ګروپه یا دوه ډلې فعاله دي،چې یو هم سپه سالار نادرخان دی چې دیو ګروپ مشري په غاړه لري اوموږ ته په زړه پورې ده چې دغه ناوړه بهیر ادامه پیداکړي.۱ برتانوي هند دارشیف د اسنادو په لړلیک کې په ځانګړې ډول په ۳۵ ګڼه کې د محمود طرزي او محمد نادرخان اختلاف دومره ژور په ګوته شوی دي چې ددولت لوړ پوړي چارواکي هم تر یوه بريده پکې ښکېل بولي.
د نادر خان په ملاتړ د سوداګریو چارو وزیر غلام حیدر، کرنیل پیرمحمد خان او نرنجن داس یادونه کوي …محمد نادر خان دخپلو وروڼو کاکا زامنو او د نورو پلو یانوپرمټ په ځان کې دغه متره، واک اوځواک ليده چې له پاچانه ورووسته باید دی وي او هر څه دده سلا او مشورې له مخې تر سره شي.
دده وروڼه عبدالعزیزخان، هاشم خان، شاولی خان او شا محمود خان هم د لوړو زده کړو څښتن ول او هم دده په څېر فعال…
نادرخان نه یوازې محمود طرزی نشو لیدلی بلکې د څرخي د کورنۍ غړي او همدا راز محمد ولې خان ته یې هم ښه زړه نه درلود.
د محمد نادرخان او محمد ولي خان تر منځ خپل منځي اخ او ډب او نا خوا لي هغه مهال لا کړ کېچني شوی چې برېتانیا په ۱۹۲۳ز کال د افغانستان په هغو وسلو بندیزو لګوه چې دهند له لارې افغانستان ته راوړل کېدې.
محمد نادر خان چې د «د حرب وزیر» وه خپله دنده ګڼله چې له برېتانوي چار واکو سره دغه ستونزه حل کړي ،خو امان الله د بهرنیو چارو وزارت له لوري دغه دنده محمد ولي خان ته و سپارله، او هغه هم پدې بریالی شو چې دانګلیس چار واکو په مرسته د وسلو د لېږد په تړاو را مينځته شوى خنډ او ځنډ له منځه یو سي.
د خواشینۍ لویه خبره خو نادرخان ته دا وه چې پاچا امان الله خان محمد ولي خان دده پرځای د حرب وزیر وټاکه اوله دې سربېره محمد نادر خان د پاچا له سمونونو، اصلاحاتو او رغاونو سره هم جوړ نه وه نو ځکه خو يې له دندې څخه استعفا وکړه او په ۱۹۲۴ ز کال کې د افغانستان ددولت لخوا په فرانسه او بلژیک کې د سفیر په توګه په دنده وګمارل شو.
د محمد نادرخان لنډه پېژندنه
محمد نادرخان د محمد یوسف خان زوی او د یحی خان لمسۍ دی چې نو موړي د اميرمحمد یعقوب خان خسر کېده. همدا رنګه محمد نادر خان په لویه پېښه کې د سلطان محمد خان طلا یې کړوسۍ کېږي، چې نوموړی د امیردوست محمد خان ورور او د پاینده خان زوی او د حاجي جمال خان لمسی وو.
دغه تبر په لویه څانگه کې ابدالیان او په وړه پښه کې بارکزیان دي.
خو د احمد شاه دراني زوزات د سدوزو او دده تر بوران د محمدزیو پنوم هم یادېږي.
محمد نادر خان په ۱۸۸۳ز کال (ځني ۱۸۸۵ کال ښیې) په برتانوي هند کې وزیږيد او۰(Staf College)خپلې زدکړې یې د سټاف کالج په یوې پو ځي څانګه کې سرته ورسولې، نو ځکه خو په انګليسي او اوردو ژبو پوهېده.
کله چې افغانستان ته راغي اتلس(۱۸) کلن وه.
له هماغه شېبې نه د امیر حبیب الله په دربار کې په دنده و ګمارل شو. پلار او کاکا یې (محمد اصف خان) د امیرد مصاحبینو پنوم یادېدل او محمد نادر خان لاډېر ځوان وه چې د جنرالی رتبې ته ورسېد.(۱۹۰۸زکال) پداسې حال کې چې لومړۍ نړیواله جګړه روانه وه او افغانستان هم بې اغېزې پاتې نشو. امیر ددې لپاره چې په نادرخان باندې ډېر باور درلود نو یې ځکه دی سپه سالاري رتبې ته پورته کړ.
سپه سالار د خپلواکۍ په جګړه کې (۱۹۱۹ز کال) د خپلو وروڼو (شاه ولي خان او شا محمود خان) پرمټ او د خلکو پر ملا تړ په واڼه، ټل او پېوار سیمو کې ډېر پرمختګ وکړ.
د خپلواکۍ له جګړې نه وروسته محمدنادر خان د نومبر په میاشت کې د حربیه وزیر په توګه وتاکل شو. یو کال یې دوام وکړ خو په ۱۹۲۱ کال یو ځل بیا د پاچا امان الله په کابینه کې راغی او د حرب د وزیر په توګه و ټاکل شو.
په ۱۹۲۳ز کال په بدخشان او قطغن کې تنظیمه ریس شو.
څنګه چې نوموړى د پاچا امان الله له اصلاحي پروګرامونو سره جوړ نه وه له دندې ګوښه شو او پاچا هم دده استعفا ومنله.
په ۱۹۲٤ کال کې د سفیر په توګه فرانسې ته واستول شو.
محمد نادرخان څرنګه واک ته ورسېد؟
د میر غلام محمد غبار په اند د سقاو زوی حبیب الله نه کوم دولت جوړکړ او نه یې د جوړولو کوم پلان درلود.
د اسلام تر نامه لاندې یې د ښونې او روزنې دروازې وتړلې. ددې لپاره چې حبیب الله خپل واک خوندي کړی وي غوښتل یی چې د نادرخان سره اړیکې ټینګې کړي.
که څه هم دده جنګیالیو د امان الله خان او وروسته دوالۍ علي احمد خان ځواکونه په شا تمبولي ول، خو بیا هم له یوه دښمن نه یې وېره درلوده، چې هغه محمد نادر خان وه او نوموړی هم له پاچا امان الله خبر شوي وو، چې له کابل نه کندهارته تښتېدلی دی.
پخوا تر دې چې دی په کوم کار لاس پورې کړي ده دسپه سالار محمد نادرخان د کاکا زوی سردار احمد شاه جان چې د سردار محمد آصف خان زوی وه د سردار عبدالغزیز خان په ملتیا (په تهران کې پخوانی افغان سفیر) د هند له لارې فرانسې ته ولېږل چې سردار محمد نادرخان دېته رامات کړي چې د یوه لوي منصب په منلو دده ملاتړ وکړي.
د پلاوي دغه سفر پداسې مهال کې تر سره شو چې سپه سالار محمد نادرخان او وروڼه یې (سردار محمد هاشم خان اوشاولي خان) له «مارسي» بندر نه د هند د ممبیې په لور خوځېدلي وو، « موږله مارسليز نه دممبيي په لور وخوځيدو د دلوې میاشت کې (۱۳۰۷ه) چې د فبروري (١٩٢٩کال) سره برابر وه داوسپنې پتلۍ په وسیله په اورګاډي کې له «نیس) نه تر « مارسلېز) پورې راغلو. »۲
همدا رنګه مارشال شاولي خان د سردار احمدشاخان او سردار عبدالعزیز خان د لېږلو پر تړاو کاږلي دي.
کله چې موږ ممبيې ته ورسېدو او دوه ورځې په هند کې له افغان قونسل اعتمادي احمدجان سره پاتې شو..
زموږ له رسېدو نه دوه ورځي مخکې سردار عبدالعزیز خان او سردار احمد شاه خان د یوه ځانګړي فر مان سره پاریس ته استول شوي و.۳
پاچا امان الله هم له محمد نادر نه ورته غوښتنه کړې وه ،چې د سقاو د زوی په وړاندې له ده سره مرسته وکړي چې اوښتې اړو دوړو ته د پای ټکی کېږدي.
د ستېوارت د څرګندونو له مخې کله چې نادر خان د برتانوي هند له استازي سره وليدل نو ورته ویې ویل چې ګنې ده له چا سره کومه ژمنه نده کړې.
استازي داسې وګڼله چې سپه سالار پخپله دکوم لوړ مقام په لټه کې دی.۴
د برتانوي هند چارواکي پدې پوهېدل چې د سقاو زوی حبیب الله د سلطنت کولو جوګه ندي او ددې جوګه هم ندې چې دروسانو او انګرېزانو د گټو توازن وساتي.
کله چې نادر خان پېښورته ورسېدو، لومړی یې د برتانیې له استازي (سفیر) همفرېز سره ولیدل او هغه ډاډ ورکړ، هر څوک چې په افغانستان کې سمسمکي راولي د برتانیې حکومت دهغه ملاتړ کوي.
بيا یې د پښتونخوا له کمېشنر سره اړیکه ونیوه او دایې ورته په ځغرده وویل(۴/۳/۱۹٢۹کال) چې ما دپاچا امان الله هغه وړاندیز او لیک ونه مانه چې زه يې دېته بللى وم مرسته ورسره وکړم، يا د جنوب له لارې او یاد کندهار له لارې لاړشم.
انګرېزان هم پدې پوهېدل لکه څنګه چې پاچا امان الله واک نه ګوښه شو، ښایې دارنګه د سقاو زوی هم راو پرځول شي.که څه هم د پخواني دولت یو شمېر چارواکي دده په چوپړ کې ووچې موږ د پوهنې وزیر فيض محمد زکریا، د مرکزي اوردو قوماندان محمود سامي، د تفتیش عمومي ریس سردار شېراحمد خان او د سقاو زوی حبیب الله ځانګړی منشي پخپله سردار شامحمود خان د ساري په توګه یادولی شو.
ولې دا په دي مانا نه وه چې دوی د سقاو د زوی حبیب الله په ملاتړ د نادرخان په وړاندې ودريږي… سپه سالار محمد نادر په پېښور کې نه يوازي په کابل کې له جرمني سفير فيګل او له برتانوي استازي همفريز سره وليدل بلکې له يو شمير قومي مشرانو او ان له والي احمد خان سره يې هم ليدنه او کتنه وشوه دهېواد د ختيځو سيمو تنظيمه رئيس علي احمد خان چې له خپلو دوه زامنو غلام محمد خان او نور احمد خان سره په پېښور کې استوګن وو، د سپه سالار محمد نادر ليدلو ته راغى د اړو دوړ ټوله پړه دامان الله خان په غاړه واچوله، بيايې وويل: دختيځو سيمو ټولو خلکو ماته بيعت راکړي دى. د کابل خلکو هم راته بيعت لېږلى دى. يوازې دخوگياڼيو خلکو د حبيب الله په ملاتړ لما سره په جګړه کې ول چې زه یې دېته اړ کړم چې سیمه پرېږدم.
اوس زه تاسو ته دوه وړاندیزونه لرم:
۱ـ زه خلکو په پاچاهۍ منلي یم تاسو هم ماته بیعت وکړی.
۲ـ که تاسو ماته بیعت نه کوې زه تاسوته بیعت کوم، ټول یوځاي جلال اباد ته ځو.۵
نادرخان نه یوازې د علي احمدخان وړاندېزته کومه پاملرنه ونه کړه د ستيوارت په اند دومره یې وویل چې اوس ضروردی چې د حبیب الله چاره وکړو… بلکې دحبیب الله هغه پلاوی چې دفرانسي نه بېرته راو ګرځېد اوپه ممبیې کې یې له سپه سالار سره ولیدل هم د هغو خبره ونه منله.
محمدنادرخان او وروڼه یې له پېښورنه وخوځېدل، سردار محمد هاشم خان د هېواد ختیځ ته لاړ، شاولي خان او ورسره نادر خان و غوښتل چې د کوهاټ له لارې خوست ته لاړ شي.
دوی چې کله توتکي ته ورسېدل، پدغه وخت کې د کرمې او وزیرستان له « پوليټکل» سره هم ولیدل.
مارشال شاولی خان پخپل کتاب (یاداشت های من» کې د زميندار د خپرونې مسول مدېر ظفر علي خان یادونه کړېده چې له لاهورنه ترپېښو رپورې ده (وګورئ۴۵مخ) له سپه سالار د افغانستان د سیاسی پېښو په تړاو پوښنتې کولې او هغه ځوابونه ورکول.
ولې په پېښور کې یوه صاحب منصب له سپه سالار نه پوښتنه وکړه چې ایا ظفر علي خپله راغلي او که تاسو ترې غوښتنه کړېده؟
نادرخان وویل: چې نوموړي له مانه هيله وکړه چې تر پېښوره ما سره ملګری شي.
له بده مرغه مارشال ددې خبرې پخلی ندی کړي چې ظفر علي خان له نوموړي سپه سالار نه پوښتى ول تاسو څه غواړئ چې تر سره یې کړئ؟ هغه په ځواب کې وویل زه غواړم چې دسقاو زوی له واکه لرې کړم او په ځای يې بېرته امان الله خان پاچاشي.۶ (وګورئ زمينداور ٣ گڼه)
د سپه سالار محمدنادرخان ورور شامحمود خان چې د سقاو زوی حبیب الله له لوري د هېواد په جنوب (پکتیا) کې د تنظیمه ریس په توګه ټاکل شوی وو، نوموړي د شپې په تیاره کې چې اله نواز هم ورسره توتګي ته ځان ورساوه.
«د سپه سالار له لارښوونې وروسته په هغه شپې دوی بېرته لاړل، او موږ د حاجي نواب خان په ملتیا له پاړه چنار نه وخوځېدو او د خوست په لور مو حرکت وکړ»۷
مردی درحریق تاریخ کتاب ليکوال پرته له کوم لاسوند نه لیکلي دي:
نادرخان د مارچ په میاشت کې (۱۹۲۹-دحوت ۱۹-۱۳۰۷ه) د خوست ولسوالۍ ته راغی. او د امان الله خان پیغام یې تر ګوتو کړ چې کندهارته راشي او په ګډه د سقاو د زوی په وړاندې ودرېږي، ولې نادرخان دغه وړاندیز ونه مانه.
ده دې څو لاملونو له کبله دېته غاړه کېنښوده چې اول خو د لويې پکتیا ګڼ شمېر وګړي دامان الله پرضد وه نو هرو مرو یې دهغوي ملاتړ له لاسه ورکاوه.
دویم د نادرخان هلې ځلې ددې لپاره نه وې چې امان الله خان بیا واک ورسېږي.
دریمه داچې له امان الله سره دده پر یوځای کېدو ده د انګرېزانو مرسته او ملاتړ نشو خپلولی.
سپه سالار چې له ځینو کورنیو او بهرنیو سرچینو نه معلومات ترلاسه کړي وو، ده خپل ځان پیاوړی احساساوه. لکه په بهرنیو چاروکې د شوروي استازی ماکسیم لت وینوف په مسکو کې د جرمني استازي ته (پاچا امان الله خان لا په کندهار کې) ،
په ډاګه وویل: په افغانستان کې واک ته د رسېدو لپاره نادرخان وړ کس دی، او په پېښور کې د جرمنی استازي اګوست فیګل سره د سپه سالار لیدنه هم بې اغېزې نشو ګڼلی.
همدا راز ټل ته د محمد نادرخان رسېدل هم د پام وړ ول(۶/۳/۱۹۲۹) چې دبرتانوي هند له استازي مکوناشي سره ولیدل (دی مخکې په کابل کې شازدفير وه) د سپه سالار، مکوناشي او هارتیګان خبرو اترو یوساعت وخت ونیو او وروسته نادر خان له انځرې نه پاړه چنار ته روان شو او شا محمود خان هم دپېوار له لارې پاړه چنار ته ځان ورساوه.
سردار شا محمودخان نه یوازې د سقاو زوی لیک نادرخان ته وسپاره بلکې یوڅه سره او سپین زر یې هم ورکړل.
د هند دملي ارشیف له یوشمېر اسنادو څرګندېږي چې سردار محمدنادرخان او ورور یې شاولي خان د مارچ په اتمه نېټه (۱۹۲۹) دخوست په لور رهي شول.
دوی متون ته په لاره وه چې سردارشامحمودخان د ګردېزپه لور وخوځېد چې دیوې جرګې دجوړېدو تا بیا وکړي.
سردار شاولي خان پدې تړاو کښلې دی، چې کله موږد خوست بالاحصار ته يه لاره وو د قومي مشرانو په ګډون ولسوال او قوماندان زموږ درناوی ته راغلل.
لومړۍ شپه مو په بالا حصارکې تېره کړه او سپه سالار ټولو مشران ته پیغامونه واستول او بلنه یې ورکړه چې یوه لویه ملې جرګه جوړه کړي.
د لویې پکتیا بېلا بېلو سیمو کې دقومې مشرانو په ګډون د سقاو دزوی په وړاندې جرګې جوړېدې، ددغو چټکو غبرګونونو او پرله پسې جرګو دجوړېدلو څو لاملونه ډېر دپام وړ ول.
یو داچې د سقاو دزوی پلویان یو دبل پسې پدې هلو ځلوکې ول، چې د سیال لوري په وړاندې ستونزې پيداکړي، چې موږ د ساري په توګه محمد صدیق او محمد عمر خان (سورجرنیل) یادولی شو. ان داچې حضرت فضل عمر مجددي هم چې ویل کېږي دهند په نیمه وچه کې له محمد نادرسره لیدلې ول او نوموړي ته په ځغرده وویل چې له خپلو وروڼو سره هند کې استوګنه غوره کړي.
دا ځکه دکورنۍ غړې یې چې له حبیب الله سره یرغمل او بندیان دي هم دده په ضمانت ور ولېږي.
دويمه کومه خبره چې ډېره موهمه وه، هغه داچې دهېواد په پلازمينې کابل، مرکزي افغانستان (باميان)، غزني، کندهار او د هېواد په ختیزو سیمو کې ان دپکتیا یو شمېر قومونو په شمول، دوی چې د سقاوزوی غلاوې وژنې اوډول ډول نارواوې او د یوه مرکزی حکومت نشتون وليد بېرته ژمن شول چې امان الله خان واک ته ورسوي.
د هند په ملې ارشیف کې ډېر داسې لاسوندونه شته چې د پکتیا او ختيزو سیمو خلکو له نادرخان نه غوښتی ول چې خپل لوری څرګند کړي چې ایا مان الله خان غواړي اوکه نه ؟.
سپه سالار محمد نادر خان دري وارې تر لوګره پورې راورسېد ولې د سقاو زوی لښکرو دده ځواکونه په شا وتمبول.
که څه هم سردار شاه محمود خان په ځاځیو اوسردار شاولی خان په منګلو کې د لښکرو په راټولو بوخت ول او محمدنادرخان چې اله نواز هم ورسره ول ځدرانو ته لاړ چې دهغوی پرمټ ځان کردېزته ورسوي.
مارشال شاه لي خان خپل کتاب یاداشت های من کې لیکلی دي چې داحمد زیو قومي مشر جانداد خان زوی غوث الدین خان په جرګه کې (چې په خوست کې جوړه وه) له سپه سلارنه وغوښتل (٥٥مخ) چې د پاچاهۍ اعلان وکړي.
ګرچې دهمدې کتاب په پنځم مخ کې د« فتني جانداد خان په نوم) نوموړي لیکلي دي چې د پوځ په یوه لوی بریدکې ماته وخوړه ونیول شو او د خپلو اعمالو په سزا ورسېد.
دده دزوی په تړاو چې سردار شاولی خان څه کښلي دي هم د تامل وړ ښکاريږي دا ځکه چې:
محمدنادرخان په خوست کې له یوشمېر قومې ستونزو سره مخ شو. دری وارې تر لوګره ورسېد ولې پر شاشو یو وار دتېښتې په حال کې غوث الدین خان د جانداد خان زوی ته ددې زمینه برا بره شوه چې هغه ونیسي اودولت ته یې وسپاري. ۸
داحمدزیو د قوم مشر میرغوث الدین د پاچا امان الله په وړاندې د سقاو زوی د ډېرو باوري ملګرواو ملاتړو څخه وو، ولې وروسته محمدنادر خان د ځان پلوي کړ. داچې غوث الدين ولې د خپل پلار له قاتل سره روغه وکړه دپوښتنې وړ ده؟
همدارنګه نور المشایخ هم د میرغو ث الدین په څیرد حبیب لله پلوی و، خو دلته یې خپلي تولې ته کتل، په ځغرده یې د محمد نادرخان مخالفت نه کاوه ولې دحبیب الله ځواک یې څاره چې وګوري وروستی بری د چادی؟.
محمد نادرخان دمارچ په ۲۲ (د وری په۲ ، ۱۳۰۸) نېتې د یوې جرګې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چئ ګردېزته لاړشي.
ولې دقومونو خپل منځي ناخوالې لومړی د صبریو اومنګلو (دمارچ په ۲۴ -١٩۲٩) بیا ددری خيلو اود ببرک د کورنۍ تر منځ سپه سالار دېته اړ کړ چې تم شي.
داپرل په ۲ نېتې (۱۳وری ۱۳۰۸) نومړي له یو شمېر قومي مشرانو سره د ګردېز ده بالا ته ورسېد او له محمد صدیق خان نه یې غوښتنه وکړه چې د پېښو په تړاو خبرې اترې سره وکړي.
مخکې له دې چې سپه سالار ده بالا ته ورسېږي اله نواز خان یې دمخه ګردېز ته لېږلی وه چې محمدصدیق خان او عبد الحکیم خان ته هم بلنه ورکړي. چې ده بالا ته راشي.
« زه هم له کټ منګل نه ده بالا ته وخوځیدم اوپه ظاهره غوث الدین خان موږته په ډېر درناوي ښه راغلاست ووایه.. .ولې خبرې کومې پايلې ته ونه رسېدې.»۹
مارشال شاه ولي خان دانه منی چئ محد صدیق خان او د ګردېز ولسوال عبدالحکیم خان د سپه سالار لخوا یرغمل شول او بیا یې رود «رود احمدزی» سیمې ته ولېږدول.
دى وايې چې سپه سالار د سقاو دزوی دهغې فتوا په تړاو یو شمېر ملایانو ته په خبرو بوخت وو، چې دوې په کفر تورن کړيول.
غوث الدین خان د یوې لنډې جګړې په ترځ کې هغه دواړه یرغمل کړل.
د اپريل په ۱۲ مې نېټې چئ کومه جرګه د وزیر محمدګل خان په مشرۍ له مشرقی نه راغلې وه د پکتیا(جنوبي) له یو شمېر قومي مشرانو سره جرګه شول او پرېکړه یې وکړه چې د جنوب جنګیالې د لوګر له لارې او د مشرقي ځواکونه دې د بتخاک له لارې یوځای په کابل بریدوکړي. (نوربیا )