Homeخبرونهد بشر حقونو کمېسیون: د افغان ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

د بشر حقونو کمېسیون: د افغان ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

تاند (سه شنبه د حوت ۵) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په روان ۱۳۹۹ کال کې د افغان ماشومانو په وړاندې رواني، اقتصادي، فزیکي او جنسي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ددغه بنسټ د معلوماتو له مخې، دغه څېړنه د ۳۸۰۷ هلکانو او ۱۵۰۹ نجونو د بشري حقوقو په هکله شوې ده.

ددې څېړنې په اساس په ۱۳۹۹ کال کې ۶۲۸ هلکان د روانې، ۶۰۶ د فزیکي، ۴۴ تنه د اقتصادي او ۳۴ تنه نور د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې ۷۹ نورو ماشومانو د نورو بېلابېلو تاوتریخوالي یادونه کړې ده.

ددې بنسټ په راپور کې چې نن سه شنبه خپور شوی په کې راغلي، په ۱۳۹۹کال کې لسګونه افغان ماشومان په وسله والو نښتو کې ښکېل و چې په وینا یې ۲۰ ماشومان د امنیتي سرتیرو په لیکو کې او ۹۶ نور د وسله والو مخالفینو په لیکو کې فعالیت درلود.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې چې د تاوتریخوالي په دغه قرباني ماشومانو کې ۹۴۸ هلکان او ۴۴۳ نجونې شاملې دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسون وايي چې ۵۱۱ تنو ماشومانو په وړاندې تاوتریخوالی د پولیسو اړوند کسانو، د ۲۴۱ تنو په وړاندې د کورنۍ اړوند کسانو، د ۱۱۱په وړاندې د کار خاوندانو، د ۸۱ تنو پر وړاندې د خپل ښوونکو، د ۵۵ تنو پر وړاندې نور ماشومان او د ۳۹۲ تنو پر وړاندې د نورو کسانو لخوا تر سره شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...