پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر په ۸۶۴ زره ډالرو نغدي جریمې...

د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر په ۸۶۴ زره ډالرو نغدي جریمې او یوه کال بند محکوم شو

تاند (سه شنبه د حوت ۵) ستره محکمه وايي چې د سوداګرۍ او صنایعو پخوانی وزیر میر محمد امین فرهنګ یې له واک نه د ناسمې ګټې اخیستنې او فساد په تور په یوه کال بند او دولت ته د ۸۶۴ زره امریکايي ډالرو په ورکولو محکوم کړ.

سترې محکمې نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د میر محمد امین فرهنګ محکمه نن په کابل کې وشوه. فرهنګ په دې محکمه کې نه و چې محکمې یې په نه موجودیت کې پرېکړه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د وزیرانو ځانګړې محکمې په یوه علني قضايي غونډه کې چې د قضايي پلاوي له لوري جوړه شوې وه، د میر محمد امین فرهنګ دوسیه وڅېړل شوه.

ستره محکمه وايي چې نوموړی محکمې ته را غوښتل شوی و، خو دا چې نه و راغلی، د قانون پر بنسټ حاضر ګڼل شوی او موظف څارنوال ته یې وخت ورکړی چې د تورن پر وړاندې د دعوې اقامه وکړي.

په خبرپانه کې لیکل شوي: «وروسته د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو عمومي ریاست حقوقي مرستندوی چې د تورن د دفاع لپاره ټاکل شوی و، د خپل موکل دفاع وکړه او په دوام یې څارنوال او حقوقي مرستندوی د قضايي پلاوي پوښتنو ته لازم معلومات وړاندې کړل.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب