جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: شېرزادو کې د عملياتو تر بشپړيدو وروسته د بيا رغونې چارې...

چارواکي: شېرزادو کې د عملياتو تر بشپړيدو وروسته د بيا رغونې چارې پیل کیږي

تاند ( سې شنبه، د کب ۵ ) د ننګرهار ځایي چارواکي په شیرزادو ولسوالي کې د روانو عملیاتو تر بشپړیدو وروسته دې ولسوالي کې د بیا رغونې د پروژو د تطبیق کېدو خبر ورکوي.

دغه ولسوالي کې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې ګډو افغان امنیتي ځواکونو له وسله والو څخه د دغو ولسواليو د پاکولو په موخه چاڼيز او جګړه ييز عمليات پیل کړي چې د شېرزادو ډيری سيمې یې د طالبانو له شتونه پاکې کړي او وایي ډېر ژر به عمليات حصارک ته هم وغځول شي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د درېيمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازی وایي، د دې عملیاتو له پیله تر دا مهاله له ۱۲۰ ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نیازی زیاتوي: (( لسګونه واړه او لوی کلي له وسله والو پاک شوي او يوازې يو لوی کلی پاتې چې د هغې تر نيولو وروسته به عمليات حصارک ولسوالۍ ته وغځول شي.))

د هغه په وینا، د عملياتو پرمهال ګندمک، طوطو، پنکزي پيټلو او اشپان لوی کلي چې لسګونه واړه کلي کېږي پاک شوي او ډېر ژر به جوکان هم ونيول شي چې تر هغې وروسته به د حصارک د نيولو لړۍ پيل شي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي، چې شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې عملیات په بریالیتوب روان دي او دا سیمې اوس د طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي.

هغه وایی، دې ولسوالیو کې به د بشپړ امنيت رامنځ ته کېدو وروسته حکومت او مرستندويه ادارې بېلابېلو برخو کې پروژې پلي کړي او خلکو ته به په ګڼ شمېر برخو کې خدمات وړاندې کړي.

بل لورته د يادو ولسواليو خلک هم غوښتنه کوي، ترڅو د عملياتو پای ته رسيدو وروسته ورته په ګڼ شمېر برخو کې پروژې تطبيق شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت خوګیاڼو، شیرزادو او دغه راز ځینو نورو ولسوالیو کې د طالبانو د خوځښتونو راپورونه ورکول کیږي خو ولایتي چارواکو یې پر وړاندې عملیات پیل کړي او د سیمو د پاکېدو خبر یې ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب