جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د کورونا ضد واکسين تطبيق پيل شو

په ننګرهار کې د کورونا ضد واکسين تطبيق پيل شو

تاند (سه شنبه د حوت ۵) په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د کورونا ويروس ضد واکسين پيل شو. ځايي چارواکي وايي چې دغه واکسین به په اوله مرحله کې روغتياپالانو او نظامي منسوبینو ته، په دويم پړاو کې تعليمي ادارو او په درېيمه مرحله کې به عامو خلکو ته تطبیق شي.

ددې ولایت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا واکسین د ننګرهار د پوهنتون روغتون رئيس همايون چهارديوال ته د لومړني روغتياپال په توګه تطبيق شو.

په خبرپاڼه کې د ولایت د مرستیال ببرک میاخېل له قوله راغلي چې د دې واکسين په تطبيق سره به د کورونا ويروس مخنيوی وشي.

سرچینه زیاتوي، نوموړي مسئولينو ته د واکسینو د بشپړ شفافيت او ضايعاتو د مخنيوي سپارښتنه وکړه.

په ورته مهال د ننګرهار د عامې روغتيا رئیس نصیر احمد دراني وايي چې دې ولايت ته ۲۴۶۲۰ ډوزه واکسين ورکړل شوی، چې ۱۲۳۱۰ کسانو ته به د يوې مياشتې په موده کې دوه ځلې تطبيق شي.

د ځايي چارواکو په خبره چې د کورونا ويروس واکسين د تطبیق په دويم پړاو کې تعليمي ادارې او په درېيمه مرحله کې عام وګړي شامل دي.

باید وویل شي چې نن  د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د کورونا واکسین د وېش لړۍ پیل شوه.

ولسمشر غني نن د کورونا واکسینو د ویش لړۍ په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په لومړۍ مرحله کې به پینځه سوه زره ډوزه واکسین په افغانستان کې وېشل کېږي.

افغانستان کې د کورونا واکسین د وېش لومړی پړاو پيل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب