دوشنبه, جون 3, 2024
Homeسپورتاوپل ترنګا نړيوال کرېکټ پرېښود

اوپل ترنګا نړيوال کرېکټ پرېښود

تاند (سه شنبه، د حوت ۵) د سريلانکا کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي اوپل ترنګا له نړيوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه.

اوپل ترنګا د سرېلانکا کرکټ لوبډلې یو له پياوړو لوبغاړو څخه وو.

نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره  ۲۹۲ نړیوالې لوبې کړي او ۹۱۱۲ منډې جوړي کړي.

اوپل ترنګا د خپلې لوبډلې لپاره ښې لاسته راوړنې هم لري او په اساسو وختونو کې د خپلې لوبډلې لپاره مثبت ثابت شوی دی.

هغه د سرېلانکا لپاره ۳۱ نړيوالۍ ټېسټ لوبې کړي چې په کې ۱۷۵۴ منډې جوړې کړي. ۳ سلیزې او ۸ پنځوسیزې لري.

اوپل ترنګا دغه راز ۲۵۳ پنځوس اوره لوبې کړي چې ۷۹۵۱ منډې لري. ۱۵ سلیزې او ۳۷ پنځوسیزې لري.

هغه د خپلې لوبډلې لپاره ۲۶ شل اوریزه لوبې کړي چې ۴۰۷ منډې یې په کې کړي دي نه کومه سلیزه او نه هم پنځوسیزه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب