دوشنبه, مې 20, 2024
Homeسپورتانګلینډ ښځېنه کرکټ لوبډلې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

انګلینډ ښځېنه کرکټ لوبډلې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

تاند ( سه شنبه، د حوت ۵) د انګلینډ او نیوزیلینډ ښځېنه کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د درېو پنځوس اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

په دغه لوبه نیوزیلینډ ښځېنه کرکټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۷۸ منډې جوړې  او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۷۹ منډو هدف ورکړ.

انګلینډ ښځېنه لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۳م اور کې د څلور ویکټو په زیان تر لاسه او په شپږو ویکټو يې نیوزیلینډ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

انګلینډ ته په توپ وهنه کې هیدر نايټ د یوې شپږیزې او اوه څلوریزو پر مټ په ۶۹ توپونو باندې ۶۷ ناسوځېدلې او ټامي د یوولس څلوریزو پرمټ ۷۱  منډې جوړې کړې.

د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه یوورځنۍ سیالۍ د همدې فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه او وروستۍ هغه يې بیا په ۲۸ مه نېټه تر سره کيږي.

یادې دواړه لوبډلې درې شل اوريزې سیالۍ هم لري چې له پنځوس اوره وروسته به ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب