جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغانستان کې د کورونا واکسین د وېش لومړی پړاو پيل شو

افغانستان کې د کورونا واکسین د وېش لومړی پړاو پيل شو

تاند(سه شنبه، د حوت ۵) ولسمشر غني نن د کورونا واکسینو د ویش لړۍ په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې پنځه سوه زره دوزه واکسین به په لومړۍ مرحله کې په افغانستان کې وېشل کېږي.

د ولسمشر غني په خبره دا واکسین به تر ډېره سرتېرو، ډاکټرانو او د امنیتي او روغتیايي ادارو نورو کارکوونکو ته ورکول کېږي.

ولسمشر زیاتوي چې حکومت یې د کورونا وبا پر وړاندې مبارزه کې بریالی و او په خبره یې دوی د کورونا له امله رامنځ ته شوی وضعیت په ښه توګه مدیریت کړ.

په دې مراسمو کې په کابل کې د هند د سفارت مرستیال هم وویل چې دوی افغانستان ته په لومړۍ مرحله کې پنځه سوه زره دوزه واکسین ورکړي دي او ددغه ویروس د ختمولو لپاره له افغانستان سره خپلو لا ډېرو مرستو ته ادامه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته رسېدلی د کورونا واکسین خپله د هند له خوا جوړ شوی دی.

څه موده وړاندې د دغه واکسینو د راتګ په مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري ویلي وه، ترڅو چې دغه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له ‌خوا تایید شوې نه وي تر هغه به یې په افغانستان کې تطبیق نه کړي.

د یادونې ده چې دغه واکسین د استرازینیکا هندي څانګې له‌ خوا تولید شوي دي چې په دوو پړاوونو کې به ۲۵۰ زره افغانانو ته ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...