جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ګلکسي اې۵۲ او اې۷۲ به دغه ځانګړنه هم ولري

ګلکسي اې۵۲ او اې۷۲ به دغه ځانګړنه هم ولري

تاند(سه شنبه، د حوت ۵) ګلکسي اې لړۍ د سامسُنګ کمپنۍ د غوره او مناسبه بیه لرونکو ځیرکو موبایلونو لړۍ ده.

تېر کال د دې لړۍ ګلکسي اې۵۱ او ګلکسي اې۷۱ د کاروونکو له تود هرکلي سره مخ شو.

اوس تازه د سامسُنګ کمپنۍ غواړي د دې لړۍ نوي او پرمختللي ځیرک موبایلونه ګلکسي اې۵۲ او ګلکسي اې۷۲ بازار ته وړاندې کړي.

له دې وړاندې یوازې د سامسُنګ کمپنۍ ګران بیه ځیرک موبایلونه له لوړ ریفرېش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا درلوده، خو اوس د دغې ادارې باوري سرچینو ادعا کړې چې دغه ځانګړنه به ګلکسي اې۵۲ او اې۷۲ کې هم وړاندې شي.

خپاره شوي معلومات ښيي چې ګلکسي اې۵۲ ۵جي به په شاتنۍ برخه کې څلور کامرې ولري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي، ۱۲ مېګاپکسله الټرا واید اېنګل، ۵ مېګاپکسله ډېپت او ۵ مېګاپکسله مکرو کامرې پکې شاملې دي.

دغه موبایلونه مخکینۍ برخه کې ۳۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري.

دغه ځیرک موبایل به ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ولري چې له ۲۵ واټ چټک چارج څخه به هم ملاتړ وکړي.

د ګلکسي اې۷۲ په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي چې ۶٫۷ انچه ستره مخ‌پاڼه به ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب