Home+د ناسا سپوږمکۍ مریخ ته ورسېده

د ناسا سپوږمکۍ مریخ ته ورسېده

تاند(سه شنبه، د حوت ۵) د امریکا فضایي ادارې یا ناسا سپوږمکۍ مریخ ته ورسېده او روباټ یې له دغه سیارې تازه انځورونه رالېږلي دي.

د ناسا دغه سپوږمکۍ له اوو میاشتو راهیسې د مریخ پر لور مزل وکړو چې اوس تازه یې پر دغه سیاره د ښکته کېدو ویډیو د ناسا مرکز ته رالیږلې ده.

ناسا زیاته کړې چې دا یوه تاریخي او نه هیریدونکي شیبه ده.

د ناسا په وینا دا زر کیلوګرامه وزن لرونکی روباټ به په دغه سیاره کې په راتلونکو دوو کلونو کې په بېلو برخو کې پلټنې کوي او هلته به د ژوند پلټنې تر عنوان لاندې ماموریت ترسره کوي.

د ناسا په خبره دوی هڅه کوي د کېندنو او پلټنو له لارې په مریخ کې د ژوند او پخوانیو موجوداتو څرک ولګوي.

دا په نړۍ کې ستر علمي او ساینسي ماموریت بلل کېږي چې ناسا یې د لا ډېرې پراختیا په تمه ده.

د امریکا فضايي اداره یا ناسا له ۱۹۷۰ز کال راهیسې مریخ ته د سفر او په دغه سیاره کې د پلټنو په هڅه کې ده.

تېر کال د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وه چې پر دومره ډيرو مصارفو سربېره ناسا باید یوازې سپوږمۍ ته د تګ خبرې ونه‌کړي، ځکه دا کار امریکا پنځوس کاله مخکې کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...