Homeخبرونهد افغانستان يونيم‌زر کلنه کلا بالاحصار بيا رغېږي

د افغانستان يونيم‌زر کلنه کلا بالاحصار بيا رغېږي

تاند ( سې شنبه، د کب ۵ ) افغان حکومت وايي، په کابل کې يې د بالاحصار د يو نيم زر کلنې کلا بيا رغوي او ژر به د دغې تاريخي کلا د دېوالونو تهدابونه او نورې چارې بشپړې شي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دې سربېره د بالاحصار کلا په سيمه کې د لرغون‌پېژندنې يو مرکز هم په پام کې ده چې جوړ شي.

د معلوماتو پر بنسټ، د دغې پنځلس سوه کلنې کلا پر جوړولو، هند او اغا خان بنسټ له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ګډ کار کوي.

د بالاحصار زړه کلا په زاړه کابل کې جوړه شوې، کلونه کلونه ورڅخه د يوه نظامي مرکز په توګه کار اخيستل کېده او په کورنيو جنګونو کې درانه زيانونه ور اوښتي دي.

دغه کلا تر ۲۰۱۴ م کال پورې د ملي دفاع وزارت اړوند وه او هغوی ورڅخه د پوځي قرارګاه کار اخيست.

ځينې لرغون‌پوهان وايي، تر اسلام مخکې بودايان په دغه کلا کې مېشت ول.

د تاريخ په اوږدو کې دغه کلا په ځلونو د نظامي مرکز په توګه کارول شوې او د افغانانو او انګليسانو په اول او دويم، دواړو جنګونو کې ورڅخه د پوځي مرکز کار اخيستل شوی دی.

په دې سربېره، پر افغانستان د شوروي د يرغل پر مهال هم دغه کلا پوځي مرکز و، خو اوس اغا خان بنسټ د دغې کلا د تهدابونو ټينګولو، هلته د لرغون‌پېژندنې مرکز او يوه تفريحي پارک جوړولو ته مټې را نغښتې او لګښت يې هند ورکوي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير طاهر ظهير وايي، بالاحصار د شاهانو د اوسېدو ځای پاتې شوې او شل کاله د ظهير الدين بابر د سلطنت مرکز هم پاتې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اغا خان بنسټ له څو کالو راهيسې د افغانستان د تاريخي ودانيو جوړولو ته مخه کړې او تر اوسه يې د چهلستون او علم ګنج باغونو، د هرات د پنځم منار، د کابل د زاړه ښار، په بلخ کې د نهو ګنبدو جومات، د هرات ارګ او ځينې نورې ودانۍ بيا رغولې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...