جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د پښتو او پښتنو یوه اتنیکي پيژندنه

د پښتو او پښتنو یوه اتنیکي پيژندنه

په نړۍ کې ګڼ قومونه اوسیږي چې د دوی نومونه جغرافیه یي ، فزیکي، سایکولوژیکي، تاریخي او اتنیکي وجه تسمیه لري، ځینې قومونه د جرافیه یي موقعیت پر بنسټ نومول شوي، ځینې د فزیکي جوړښت، ځینې د سایکاوژیکي خصوصیاتو، ځینې د تاریخي پیښو او ځینې یې بیا د اټننیکي جوړښت پر بناء نومول شوي دي. پښتو او پښتانه ځینو څېړونکو د جغرافیه يي موقعیت (پکتیکا / پکتیا) له ریښي مشتق ګڼي ، ځینې یې د قوي هیکله جسامت له مخې، ځینې یې د ځانګړو سایکالوژیکي جوړښتونو پر بنسټ نوموي او ځینې یې بیا د پکهت و پښت تاریخي ریښو پر بناء بیلوي، خو زما د دغه سرلیک موضوع د پښتو او پښتنو یوه اټنیکي پيژندنه ده.

د اتنیک کلمه اصلاً لاتیني ریښه لري او اوس هم په انګلیسي ژبه کې مستعمله ده، اتنیک د قومي او قومي ځانګړنو په معنا کارول کیږي.که څه هم چې دغه کلمه په لومړیو کې د مخالفو قومونو لپاره د هغو قومونو لپاره چې ددین په مقابل کې به دریدلي وو، کارول کیدله، خو اوس بیا دغه کلمه په عام ډول د قوم په معنا کارونه لري.

اوس راځم خپلې اصلې موضوع ته، د پښتو اصطلاح یوازې د یوې ژبې نوم نه دی. بلکې دغه اصطلاح په پښتنو کې په درې وو مفاهیمو کارول کیږي:

  1. د پښتو ژبې په مفهوم 
  2. د پښتو نرخونو او کودونو په مفهوم 
  3. د پښتنو دودونو په مفهوم 

۱- پښتو د ژبې په مفهوم:

د علمي څېړنو پر بنسټ پښتو ژبه یوه اصیله د اندو اروپايي ژبو د آریاني څانګې یوه شمال ختیځه ژبه ده. 

د دې لپاره چې موضوع ډېره اوږده نشي او دغه موضوع زما له عنوان څخه لرې ده نه ترېنه تېرېږم.

۲- پښتو د نرخونو او کودونو په مفهوم:   

ډېر ځله به مو له چا اورېدلي وي ، چې  « تا له ما سره پښتو ونه کړه »  له دغې اصطلاح څخه روښانه څرګندیږي چې دلته پښتو د ژبې په مفهوم نه بلکې د ځینو اجتماعي  قراردادونو په معنا راغلې ده، د بېلګې په ډول دلته د ښاغلي عبدالوهاب سرتیر د شعر یو څو بېته را خلم چې د دغې ادعا ښه ثبوت دی.

آدم حوا سره پښتو ویله
خدای له موسی سره پښتو ویله
عیسی امت ته په خطاب کې ووېل
مریم له ما سره پښتو ویله
یوسف د مصر د عزیز ماڼۍ کې
د زلیخا سره پښتو ویله
د خپل آئین د خپرېدو په خاطر
زرتشت یما سره پښتو ویله
کلونه پس چې له ځنګله راغی
خلکو بودا سره پښتو ویله

سزار د خپلې زمانې زبرځواک

کلوپاترا سره پښتو ویله

لکه چې ژبه د عشاقو وي دا

مجنون لیلا سره پښتو ویله

سحر د خوبه چې راپاڅیدمه
ګل د بورا سره پښتو ویله

یوروپ کې لویه زویه تاته وایم

نیکه دې نیا سره پښتو ویله

دا پیژند پاڼه خپله ورکه نه کړې

چې مور دې ما سره پښتو ویله

سرتیره څوک ؤ،چې په ماته ژبه

یوچا له تا سره پښتو ویله

۳: پښتو د رواجونو او دودونو په  مفهوم:

د پښتنو دودونه لکه په  ودونو، غمونو، لمانځنو ، راشه درشه او نورو برخو کې ځانګړي دي. نو کله چې په پښتنه ټولنه کې دغه راجونه مطرح کیږي ، بیا وايي « په پښتو سره ځو» 

د بېلګې په توګه مېلمه پالنه د پښتنو یو دود دی. که څوک مېلمه خپه کړي بیا ورته وايي چې ته ګبرجن یې تا له میلمه سره پښتو ونه کړه . 

بېلتونه راشه ستړی مه شې

زړه مې پښتون دی مېلمه نه خفه کوينه

دا دودونه د پښتنو وجود او هستي جوړوي او په دې افتخار کوي، ځکه د دوی عزت په همدې پښتو کې نغښتی دی. 

يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی

خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه
نو په دې لحاظ ثابته شوه ، چې پښتو یوازې د ژبې نوم نه دی ، بلکې یو لړ دودونه  او نرخونه هم دي چې په عملي کولو سره یې یو بشپړ پښتون جوړیږي ، لکه چې په دې لاندې لنډۍ کې وايي:

چې وي پښتون اوپښتونكړي

داسې كسانوته به ګورې كړنګونه

البته باید وویل شي چې دغه رواجونه او نرخونه بدوي نه دي ، بلکې له عصري ژوند سره پوره اړخ لګوي ، اوس د دغو رواجونو او نرخونو په تطبیق کې د پښتون ولس راتلونکی ژوند هم  تړل شوی دی.

زه دې قربان تر هغه چا شم

چې د پښتون قام د راتلونکې غم کوينه

4 COMMENTS

  1. سلامونه،
    اول خو له تاندوالو دا ؟ چې پورتنۍ ليکنه چا کړې ، ځکه د ليکوال نوم ورسره نه و.
    په هر حال ، هر څوک چې وي کور ې ودان بچیان ېې لوی!!
    زه غواړم یوه یادوءنه وکړم ، په یوو-ټیوب باندې د حاجي اسلم د (لالونه ) لړۍ کښې ښاغلي مشر سعدالله جان برق صیب د پښتنو د اصل او نسل په باب مفصلې څېړنې او خبرې کړي او هلته يي اریايي نظریه رد کړې ده مګر سانثکریټ نظر او پخپله د ساک او د هندو کش اصلي اوسېدونکي ېې ګڼلي … مينه وال کولای شي هغه سلسله چې تر ۴۴ مې برخې رارسېدلې ده فالو کړي. مڼنه.

  2. د دی لیکنی نوم ډیر لوی دی. داسی مسایل واقعا دیر دروند علمی کار غواړی؛ خو دا څیړنه ‌ډیره لنډه ده او د موضوع حق یی نه دی ادا کړی!

  3. له ښاغلي سرور ساپي صاحب څخه مننه چې د برق صاحب د لکچرونو لړۍ یې موږ ته معرفي کړه ،
    دغه لیکنه هم ، د ځینو ځانګړنو له مخې چې د پښتو لغوي مفهوم څخه اخیستل کیږي ، په خپرولو ارزي ، له ښاغلي لیکوال څخه مننه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب