جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله: نړیواله ټولنه دې د سولې د راتګ او جګړو د درولو...

عبدالله: نړیواله ټولنه دې د سولې د راتګ او جګړو د درولو لپاره پر طالبانو فشار ډېر کړي

 

تاند (سه شنبه د حوت ۵) د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د سولې د راتګ او جګړو د درولو لپاره پر طالبانو فشار ډېر کړي.

ددغې شورا له لوري د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په درېیمه ناسته کې عبدالله عبدالله د سیمې د هېوادونو له استازو او نړیوالې ټولنې سره پر افغان سوله خبرې کړې.

د عبدالله عبدالله په خبره، د سولې په دویم پړاو مذاکراتو کې څنګه چې د خلکو او حکومت هیلې وې، پرمختګ ونه شو.

د ملي روغې جوړې عالي شورا په یوه بیان کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله په دې ناسته کې وویل، د امریکا له دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې پر مسئله بیا کتنه کوي، خو تر څنګ یې له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم غواړي چې د سولې لپاره پر طالبانو فشار ډېر کړي.

د نوموړي په خبره، افغانستان ته د سولې یو بې مخینې فرصت راغلی او طالبانو ته په کار ده چې له دې فرصته ګټه واخلي او بین الافغاني خبرو ته دوام ورکړي.

په بیان کې راغلي، په دې ناسته کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او په کابل کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او نورو افغان چارواکو هم ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې له اوږده ځنډ وروسته د طالبانو او افغان حکومت د مرکچي ټیمو تر منځ بیا ناسته شوې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټوېټر لیکلي چې پرون ماښام د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو هيئوتونو د مشرانو او ځينو غړيو تر منځ په ښه فضاء كې ناسته تر سره شوه.

د نوموړي په خبره، په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو او د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شويو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه، چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ور کړي.

له اوږده ځنډ وروسته قطر کې د مذاکراتي پلاوو مشرانو سره لیدلي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب