Homeخبرونهله اوږده ځنډ وروسته قطر کې د مذاکراتي پلاوو مشرانو سره لیدلي

له اوږده ځنډ وروسته قطر کې د مذاکراتي پلاوو مشرانو سره لیدلي

تاند ( دوشنبه، د حوت ۴) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم  وردک په یوه ټویټ پیغام کې ویلي چې نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتو د دواړو هيئوتونو د مشرانو او ځينو غړيو تر منځ په ښه فضاء كې ناسته تر سره شوه.

نوموړي زیاته کړې په دې غونډه کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار وشو.

د نعیم په وینا دغه راز په دې ناسته کې د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره ټاکل شويو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ور کړي.

په ورته مهال د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د دې خبر پخلی کړی.

یاد وزارت ویلي چې نن ماښام د بین الافغاني مذاکراتو دواړو پلاویو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ په ناسته کې د مذاکراتو پر دوام ټینګار وشو او دغه راز د اجنډا موضوعاتو د ترتیب لپاره ټاکل شویو ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د افغان او طالب پلاوو ترمنځ د قطر په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې ځنډېدلې وې.

په ټولنیزو رسنیو کې هم عامو افغانانو نننۍ ناستې ته هیله مندي ښودلې.

دوی له دواړو لوریو غوښتنه کړې چې د سولې د خپرو پر دوام دې لومړی اوربند وکړي څو روانه جګړه بنده شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...