Home+نيوزیلینډ له آسټرالیا لومړۍ شل اوره لوبه وګټله

نيوزیلینډ له آسټرالیا لومړۍ شل اوره لوبه وګټله

تاند ( دوشنبه، د حوت ۴) د نیوزیلینډ او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د نیوزیلینډ په کوربتوب د پنځو شل اوريزو سیالیو لړۍ نن د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه پیل شوه.

د دې لړۍ د پيل سره سم نیوزیلینډ په لومړۍ شل اوره لوبه کې د ۵۳ منډو په توپیر آسټرالیا ته ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې نیوزیلينډ لومړی توپ وهنه وکړه  ااو د ۵ لوبغاړو په سوځېدو يې په پوره شل اورونو کې ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره ډیون کنوای۹۹ منډې ترسره کړې.

آسټرالیا لپاره  ډینيل سمس، ریچارډسن دوه ، دوه او سټونیس یو لوبغاړی وسوځوه.

آسټراليا د نیوزیلیند د ۱۸۴ منډو د هدف د پوره کولو په موخه ډېر کمزوری پيل وکړ.

یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یواځې ۱۳۱ منډې جوړې کړې .

د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې یوازې مچل مارش تر نورو زیاتې ۴۵ منډې جوړې کړې خو خپله لوبډله يې بریا ته ونه شوه رسولی.

د نیوزيلینډ له لوري بیا ټیم سوتي، ټرین بولډ دوه دوه او ایش سوډي د ۲۸ منډو په بدل کې څلور لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه شل اوريزه لوبه د همدې فبرورۍ میاشتې په ۲۵مه درېیمه شل اوریزه يې د راتلونکې مارچ میاشتې په دریمه، څلورمه يې د مارچ په پنځمه او وروستۍ هغه يې بیا د مارچ میاشتې په اوومه نېټه ترسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...