جمعه, فبروري 6, 2026
Homeداسې هم شتهسلمان خان په ۱۰ میلیونه هندۍ کالدارو د اس اخیستو ته چمتو...

سلمان خان په ۱۰ میلیونه هندۍ کالدارو د اس اخیستو ته چمتو دی

تاند ( دوشنبه، د کب ۴)  د بالییوډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان یو اس خوښ شوی هڅه کوي ځان ته یې واخلي؛ خو خاوند یې په ۱۰ میلیونه هندۍ کلدارو هم پرې نه خرڅوي.

راپورونه وایي، د بالیووډ نوموتي اداکار سلمان خان په یو اس زړه ورغلی او حاضر دی چې دغه اس په ۱۰ میلیونه هندۍ کلدارې واخلي؛ خو د اس خاوند یې په دومره ستر قیمت هم پرې نه خرڅوي.

د هندي رسنیو راپورنه له مخې، یاد اس سلمان خان د هند پنجاب ایالت کې د اس ځغلولو سیالیو کې لیدلی و او له زړه نه یې خوښ شوی و.

د دې اس له خوښېدو وروسته سلمان خان بار بار د اس د اخیستلو لپاره هڅې کړي تر لس میلیونو هندۍ کلدارو پورې اخیستلو ته چمتو شوی خو د اس خاوند بیا هم د خپل نازولي اس خرڅولو ته نه دی حاضر شوی.

راپورونو له مخې، د دغه تور رنګه اس خاوند هم د خپل اس سره بې کچې مینه لري او د ورځې تر ۲۰۰۰ هندۍ کلدارو مصرف پرې کوي چې په ډېرو اس ځغلولو سیالیو کې یې خپل خاوند اتل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...