جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهیوناما: په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه به کلنی...

یوناما: په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه به کلنی راپور سبا خپور شي

تاند ( دوشنبه، د کب ۴)  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما وایي، په افغانستان کې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه به سبا ( سې شنبه، د کب ۵ ) کلنی راپور خپور کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دیبرا لاینز نن دا خبره پر خپل ټوېټر لیکلې ده.

هغه ویلي، د تېر۲۰۲۰ کال د راپور یو مهم هدف دا دی چې ښکېلو مسوولو لوریو ته په دې اړه حقایق او سپارښتنې وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا د دې راپور په خپرولو سره باید ښکېل لوري د ملکیانو د خوندیتوب لپاره سمدستي کوټلي اقدامات ترسره کړي.

دیبرا لاینز دغه راز له ښکېلو خواوو غوښتي چې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره دې په عاجلو اقداماتو کې یوه ورځ هم نه‌سپموي.

یوناما له دې مخکې ویلي و چې په دې هېواد کې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی.

په دې راپور کې د ملکي تلفاتو د کموالي عمده لامل په انتحاري او هوايي حملو او همداراز ځمکنیو جګړو کې کموالی په ګوته شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستي تاوتریخوالي په ترڅ کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه خورا لوړه شوې او په لړ کې یې هره ورځ د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو څخه د ملکیانو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب