جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپښتین: پي ټي ایم غیر پارلماني او داسې خوځښت دی چې هیچا...

پښتین: پي ټي ایم غیر پارلماني او داسې خوځښت دی چې هیچا ته مزاحمت نه کوي

تاند ( دوشنبه، د کب ۴ ) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غیر پارلماني او داسې خوځښت دی چې هیچا ته مزاحمت نه کوي .

هغه وایي، پي ټي ایم یو خپلواک او د خلکو خوځښت دی چې کله به هم ترې پارلماني ګوند جوړ نه شي.

پښتین دغه راز زیاتوي د دې غورځنګ هدف له پاکستاني ریاست څخه د پښتنو لپاره د حقونو تر لاسه کول دي او د همدې هدف لپاره به پیل کړې مبارزې ته دوام ورکوي.

نوموړي ټینګار کړی چې دوی لا تر اوسه دا خبره نه ده اورېدلې او نه هم ورباندې د دوی ترمنځ خبرې شوې دي چې ګواکې د دې غورځنګ ځینې غړي غواړي له پي ټي ایم څخه سیاسي ګوند جوړ کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې هر چا چې دا خبره کړې ده ځواب دې هم خپله ووایي.

پښتین دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې یو شمېر سرچینې وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پارلمان استازي محسن داوړ او یو شمېر نورو کسانو ناسته کړې ده او داسې پرېکړه یې کړې چې له دغه خوځښت څخه سیاسي ګوند جوړ کړي.

باید وویل شي چې محسن داوړ هم د ناستې پخلی کړی خو د ګوند جوړولو خبره یې رد کړې ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ کال کې رامنځ ته شوی او د منظور پښتین په مشرۍ له پاکستاني حکومت څخه پښتنو ته د حق غوښتنې د نارې پورته کولو په موخه اعتراضونه او مبارزې ته دوام ورکوي.

1 COMMENT

  1. په پښتون اولس په رڼا ورځ د ووژني ګذارونه د پاکستاني عسکري اداري آ اس آ له خوا کيږي ټوله نړي او سياستوال يي غلي ناست دي ننداره کوي.
    د پاکستاني عسکري اداره آ اس آ داسي خيال کوي که چيرته دوي د پ ټ ام مشران شهيدان کړي نو په پاکستان کي به دد غورځنګ اواز غلي شي دا به د پا کستان د واکدارانو خوب ليدنه وي ځکه چه دا خوځښت د پاکستان دد شومو اعمالو نتيجه ده نو ځکه به پ ټ ام دا پښتني خوځښت ځلانده پاتي وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب