جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ایران مذهبي مشر وايي، ښځینه کار ټون باید حجاب ولري

د ایران مذهبي مشر وايي، ښځینه کار ټون باید حجاب ولري

تاند (دوشنبه د حوت ۴) د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي وايي، کارټوني مېرمنې باید په فلمونو کې حجاب ولري.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي د وایر وېبپانې پوښتنو ته په ځوابونو کې ویلي چې کارټوني مېرمنې باید په فلمونو کې حجاب ولري.

پوښتنه، آیا د هغو ښځینه کارټونیانو لپاره چې درې رنګه لري او دغه رنګونه د اداکار په فکر جوړ شوي دا اړینه ده چې حجاب واغوندي؟

ځواب، که څه هم په فرضي شکل انځور کې حجاب ته اړتیا نشته، خو که په انېمېشن یا کارټون کې حجاب وانه غوستل شي نو بیا دا د حجاب نه اغوستلو لامل کېږي.

له ۱۹۷۹ میلادي کال راهیسې چې په ایران کې اسلامي جمهوریت رامنځته شوی د ټېکري او حجاب اغوستل جبري شوي دي.

د معلوماتو پر اساس هغه مېرمنې چې له کوره بې حجابه ووځي، نو د ایران حکومت لخوا ورته سزا ورکول کېږي.

په دې وروستیو کې دغه قانون لا جبري شوی او پولیس دا حق لري چې سرغړوونکي یې زندان ته واچوي او قانوني سزا ورکړي.

دا قانون وروسته له هغه لا سخت شوی، چې د تېر اکتوبر میاشتې په اوږدو کې یوې ایرانۍ مېرمنې په یوه وېډیو کې حجاب ته سپکاوی کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب